د جي، کيو په نوم يوې برتانوۍ مجلې د نړۍ د سياستوالو، فلمي لوبغاړو او نورو مهمو شخصيتونو لباسونه کتلي چي پکښي د برتانوي صدراعظم ګورډن براون لباس تر ټولو بد معرفي سوئ دئ.
تر براون وروسته د فرانسې ولسمشر نيکولاى سرکوزى او برتانوى مسخراچي رسل برانډ او د شمالي کوريا ولسمشر کم جونګ آل دوهم، دريم او خلورم مقام ګټلى دئ.
د يادوني وړ ده چي ګورډن براون پروسږکال د بد ترينه لباس اغوستونکو په منځ کي دريم مقام ګټلى وو.
د جي کيو مګزين مجلې د ښو لباسونو کسان نه دي معرفي کړي، خو که يې معرفي کړي واى شک نسته چي د غريب افغانستان خان سياستوال ډاکټر عبدالله عبدالله به په لومړنيو کسانو کي واى، ځکه وايي دغه ښاغلى خپلي ټولي دريشاني د نيويارک له هغي مغازې څخه رانيسي چي تر ١٠٠٠٠ ډالره کمه دريشي نه پکښي خرڅېږي.