کور / تازه خبرونه / امريكا او برتانيا د القاعدې ځپلو په لړ کښي د يمن ملا ور تړي

امريكا او برتانيا د القاعدې ځپلو په لړ کښي د يمن ملا ور تړي

په يمن كي د القاعده د ترهګرو بريدونو د ګواښ سره د مخ له امله امريكا او برتانيا دواړو ددغه هيواد سره د پوځي همکاريو او هلته کي د خپلو سفارتونو د بندولو اعلان كړئ دئ .

د يمن په پلازمينه صنعا كي د امريكا د سفارت رسمي ويپ پاڼه كي ويل شوي چى په 3جنورې 2010 كال كي امريكا په صنعا كي خپل سفارت د نا مالو م وخت پوري تړي, په ويپ پاڼه كي خپور شوې بيان كي ويل شوي دغه ګام په يمن كي د ترينګلي حالاتو او د القاعده تنظيم د ګواښنو په رڼا كي اخيستل شوي ,بيان كي په يمن كي امريكا يي وګړو ته خبردارى وركړ شوي چي د بي ځاي ګرځيدو نه دي ډه ډه وكړي تر څو د القاعده تنظيم د ترهګرو بريدونو سره مخ نه شي.

په لندن كي د برتانيا د بهرنيو چارو وزارت په يو بيان كي ويلي چي په يمن كي د برتانيا سفارت د القاعده د ترهګر بريدنو له دګواښ له امله د نا مالوم وخت لپاره بنديږي .

دا په داسي حال كي چي امريكا او برتانيا په ګډه په يمن كي د القاعده او ترهګرو په ضد جګړه كي د يمن ملاتړي وښوله براوون او اوباما دواړو ژمني وكړي چي د يمن سره به لوژستيكي او پوځي مرستي وكړي .

د برتانيا د لومړې وزير دفتر وايي چي براوون غواړي د اوروپا د بهرنيو چارو د وزيرانو په راتلونكي غونډه كي په يمن كي د بد امنيو او د القاعده تنظيم په اړه بحث وشي .

د براوون دفتر واي چي برتانيا چمتو ده چي د ترهګري ضد ځانګړي يمني پوليس تر بيه كړي .

له دي سره سم په منځنې ختيځ كي د امريكا د پوځ مشر جنرال ډيوډ پټرس د ولسمشر اوباما په غوښتنه صنعا ته رسيدلي او د يمن ولسمشر علي عبدالله صالح سره يي ليدلي او هغه ته يي د امريكا له لوري يمن سره د القاعدي او ترهګرو په ضد جګړه كي د پوره پوره مرستو ژمنه كړې,

جنرال پټرس د اوباما له لوري د يمن ولسمشر ته وويل چي امريكا د يمن سره خپلي پوځي مرستي دوه چنده كوي .

د امريكا خبرې اژانس ( اسيوسي ايټډ پريس ) د خبر له مخي امريكا تير كال يمن سره 62 ميليونه امريكايي ډالره پوځې مرسته كړي وه ,

او د پاكستان سره بيا دغه مرسته 112 ميليونه ډالر شوي وه .

د امريكا ولسمشر باراك حسين اوباما په خپله اوونيزه وينا كي ويلي چي امريكا به يمن سره هر اړخيزه مرستي وكړي لكه د يمن پوځ ته ځانګړي تربيه وركول او استخبارتي مالوماتو شريكول او په ګډه د يمن نه د ترهګرو ورک كول .