د يمن په پلازمېنه صنعاء کي تر امريکا وروسته برتانيې هم خپل سفارت وتاړه.
د برتانيې صدراعظم ګورډن براون په يمن کي د خپل سفارت د تړلو علت په دغه هيواد کي د القاعدې شبکې د احتمالي بريدونو خطر وباله.
تر برتانيې دمخه د امريکا متحده ايالاتو هم په يمن کي خپل سفارت بند کړئ وو.
د برتانيې صدراعظم ګورډن براون وايي د القاعدې شبکې په افغانستان او پاکستان کي تر ماتي خوړلو وروسته يمن او سوماليا ته مخه کړ او غواړي په دغو هيوادونو کي جال وغوړوي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه