ليکواله: ډاکټر روبينه سرور
ژباړن: نجيب ننگيال(کاکړ)
مونږ په خپل ورځني ژوند کې د ډول ډول ذهني کېفيتو نو سره مخ کېږو، چې مستقيمـا ً داعصابو دمختلفو فعاليتونو پورې اړه لري. داعصابوفعاليتونه په درې ډوله دي:
1)عقـل اوفهم
2) جذبه اواحساس
3) عمل اواراده
دمختلفو ذهني کېفيتونو څخه يو هم خواشيني او خپگان دى چې دجذ بې او احساس پورې اړه لري. په عام ډول خپگان دکومې صدمې يا محرومۍ له وجې پېدا کېږي.لکه ځاني او مالي تاوان اوړېدل، ديوډېر خوږ ملگري يا ملگرې جدايي اوياهم دکوم ملگري اوخپل سره داړيکو دخرابوالي له وجې رامنځته کېږي. چې له کبله ئې اغېزمن شخص له خواشېنۍ سره مخ کېږي، هېڅ کار ته ئې زړه نه کېږي او که ئې وکړي هم نوذوق ئې نه وي، دملگرواونوروخلکوسره په مجلس کولوئې هم غم نه سپکېږي او په لوى مجلس کې ورته ځان يوازې ښکاري، اشتها دلاسه ورکړي او بالا خره دډېر ذهني فشار له وجې ئې حافظه (دياد قوه) هم کمزورې شي اودخوشالۍ ډېرې کمې لمحې ورپه برخه کېږي. که په داسې حالا توکې ورته دخداى تعالى له لوري صبر اود خپلونزدو ملگرو لخواتسلي وربرخه شي نوخواشيني ئې کمېږي او بېرته په خپلوورځنيوچارو برخه اخستل شروع کوي. دې ته معتدله خواشيني وائي.
خو که ددې برعکس داغېزمن شخص په غم کې څه کمى رانشي او تل ځان له خلکو لرې احساسوي، په طبيعت کې ئې کامله گډوډي رامنځته شي او کله نا کله بې له کومې وجې خفه اوغمجن ژوند تېروي نوبايد پوه شو چې داکس په ډپرېشن (Depression) يا ژوره خواشينۍ اخته دى.
ژوره خواشيني يا ډپرېشن عموماً دبدن دننه دمختلفو کېمياوي اجزاؤدغېر متوازن حالت له وجې پېدا کېږي. دا مرض باندنۍ نړۍ ته نسبتاً ډېر دبدن دداخلي حالت سره اړه لري.
Eدژورې خواشينۍ يا ډپرېشن نښې:
په عام ډول ددې مرض نښې نښانې دا تر ستر گو کېږي:
په طبيعت کې دروندوالى او گډوډي رامنځته کېدل.
هېڅ شى په نظر ښه نه لگېدل.
په هېڅ راز مجلس کې خوښي نه احساسوي.
د ما يوسۍ او محروميت احساس ور سره مل وي.
اشتها له لاسه ورکوي او بدن ئې ورځ تر ورځ کمزورى کېږي.
په کار کولو کې ئې زړه نه لگېږي.
د شپې خوب نه ورځي او يا هم څوڅو واره پکې راويښيږي. او تر سهاره اړخ په اړخ اوړي.
تل دهر څه په اړه منفي فکرونه کوي.
ژوند ورته بې معنا اوچټي ښکاري او ډېرځله دژوند نه دنجات هيله کوي.
اوبالاخره ځان وژنې ته هم لاس اچوي.
په ډپرېشن اخته کسان عموماً په داخل کې دهارمونونو د غېرمتوازن حالت له وجې په مختلفو جنسي تکليفونو اخته کېږي. اوله دې څخه نارينه ډېر اغېزمن کېږي. له يوه ډاکټر اوحکيم څخه بل ته ځي او له بل څخه بل ته، حتى چې دعامو خلکوپه تجربه شوو اويا تر غوږه شوو نسخو باندې په عمل کولو به زرگونه روپۍ ضائع کوي.
په نړۍ کې د ملاريا، نري رنځ(TB) اوپه نورو مکروبي ناروغيو په مليونونو روپۍ مصرفېږي او له همدې کبله مطبوعات يا رسنۍ هم ورته ډېره توجه نه کوي. همدا وجه ده چې په خلکو کې دډپرېشن يا ژورې خواشينۍ په اړه عامه پوهاوى نه تر سترگوکېږي. خلک په دې نه دي خبرچې دروغتيا دنړېوالې ادارې يا (world Health Organization) داحصائې مطابق دوينې جگ فشاراودزړه ناروغيو نه وروسته ډپرېشن په دريمه درجه مرض دى. او دهمدې ادارېWHO دوړاندوينې په اساس تر ٢٠٢٠ م کاله به داد مرگونو يو لوى لامل گڼل کېږي.
ژوره خواشيني يا ډپرېشن دنارينه وو په نسبت په ښځو کې درې چنده تر سترگوکېږي. په دې اړه پلټنې روانې دي. خو ځينې ارواپوهان (Psychologists) په دې نظر دي چې نارينه عموماً د شرابو يا نورو مخدراتو په کاروالو سره خپله خواشيني کموي. خو پوره تحقيقات لا سرته ندي رسېدلي . کېداى شي يوه وجه ئې دا هم وي چې ښځې ځان غمزده گڼلو ته زرتيا رېږي او نارينه داد خپل نارينتوب خلاف گڼي.
دډپرېشن لاملونه:
(دژباړن له نظره)
په ډپرېشن اخته کسان عموماً دډېر ويښ وجدان او عالي احساس خاوندان وي.
هغه کسان چې دشور څخه بده مني او خاموش چاپېريال نه ورپه برخه کېږي، يو ډول ذهني فشار احساسوي او بالاخره په ډپرېشن اخته کېږي.
کورنى تاو تريخوالى او يا هم دښځې او خاوند تر منځ ترېنگلې اړيکې هم دډپرېشن لامل گرځي.
بې وزلي او غربت هم په ډپرېشن اخته کېدو کې خورا مهم رول لري.
دروحي اطمينان نشتوالى چې يواځې او يواځې په دين دعمل نه کولو له وجې رامنځته کېږي.
ددرملنې اوحل لارې چارې:
(دژباړن له نظره)
مريض بايد ديوپوه طبيب چې په ځانگړي ډول په ارواپوهنه کې مهارت لري لخوا تشخيص شي.
په دين کامل عمل کول او پنځه وخته لمونځ په پابندۍ سره تر سره کول. په ځانگړي ډول دسهار لمونځ چې په جماعت سره ترسره شي او دقران کريم تلاوت کول.
يواځې په خداى تعالى له حده زياته تکيه کول ، ځکه چې ملگري زياتره دتوقع خلاف بې وفا خېژي او انسان دخپگان سره مخ کوي.
دشپې وختي اوده کېدل تر څو سهار وختي پاڅي ،ځکه چې دسهار لخوا تر ناوخته خوب هم اعصابي کمزوري رامنځته کوي.
دذهني فشار په وخت کې مطالعه نه کول.
دژوندانه دورځنيو چارو په اړه روڼ اندي اختيارول او تل مثبت فکرونه کول.
دژوندانه ټول کړاوونه په سړه سينه زغمل او په دې نظر اوسېدل چې ژوند دغمونو زېږنده ده او ابدي خوشالي به په ابد کې نصيبيږي.
کله نا کله دسېل اوتفريح لپاره په زړه پورې مقاماتو ته هم تلل ترڅو انسان دژوند رنگين اړخ هم وگوري.
دهېواد نامتوليکوال او شاعر ارواښاد استاد گل پاچا الفت له نثري کلياتو څخه چې دژوند په اړه ئې يو ډېر ښه قضاوت کړى داسې ليکي:
ژوند
دا مه وايه چې ژوند يو دايمي بزم دى ځکه چې دا خبره احمقان کوي.
داهم مه وايه چې ژوند تل تر تله مصيبت دى، ځکه داد بې زړه او ضعيفو خلکو خبره ده.
لکه چې دونو شنې څانگې په پسرلي کې له خوشالۍ زېږدي خانده! لکه چې دسيند موجونه په لويو گټو لگېږي او فرياد کوي ژاړه.
دجهان ټول خوندونه وڅکه او ټول دردونه وزغمه بيا ووايه هر څه چې دي ډېر دي مگر له خوب او خيال سره شباهت لري.