کیسه : دچغال او د زمري پوټکی :
کله ګرځېده چغال په یو ځنګله کي
وږی تږی تی راتی په یو ویاله کي
ولیده ده هلته د مړه زمري پو ټکی
چغال واغوستو په ځان دغه پوټکی
دېخوا ایخوا ئي کاته کاپه ډېر بر م
ودرېده دی ناببره داوبو پر یوه ډم
چغال ولېده خپل ځان په دې اوبوکي
خیال سو، دی زمری ولاړ په دا اوبوکي
کړه ټوپ چغال له ویري چغالانوته
دی ښکارېده لکه زمری و چغالانو ته
په چیغو انګولا ټوپونه کړه چغال
وخواته دملګرو نارې بوغاري کړه چغال
له ډاره چغالان وه له د نه په ځغاستا
زمری دغه چغال ،د ځان له ویري په څغاستا
واورېدله بل چغال دده سمه انګولا
ویل راسۍ! زمری نه دی، د چغال ده انګولا
چغالانو و پېژاند، چې دا چغال دی
وې پوښته : چې دا څه شی ستا په ځان دی؟
دا اغوستی مي پوټکی د زمري وو
په خیال مي مشرتوب د دې «وادي » وو
چغالانو وي : وکاږه پوټکی د پردو!
موږ دي کړو له ډاره پخپل غولي پر ګونډو
وکیښ هم چغال دا پوټکی د زمري
ویل وابغوندم پو ست د پسه چې وېره نه لري
ملګرو ورته وې : چې و نه کړې دا کار!
که په سترګه د لېوه سوې ته به سي انډار انډار
وي یو پوټکی د هر چا د ځان لپاره
ستادا ستا لپاره د پسه دادی د پسه لپاره
هر څوک چې لار خپله اېله کابله اخلي
د سورلنډ په شاني به له ډاره ځان ته بلا اخلي