د سړک د غاړي ماين د پنځو ملکي افغانانو ژوند واخيست او شپږ نور يې ټپيان کړل.
پېښه وړمه ورځ ناوخته د فراه او نيمروز ولايت ترمنځ پر يوه سړک باندي رامنځته سوې ده.
د نيمروز والي غلام دستګير آزاد وايي د دغو کسانو موټر د سړک د غاړي پر يوه ماين باندي ختلئ چي پورتنۍ مرګ ژوبله يې ورته اړولې ده.
د آزاد په وينا دوى ټول ملکي کسان دي او د جمعه بازار څخه خپلو کورونو ته تلل چي له دې ناوړه پېښي سره مخ سول.
د دې ماين مسئوليت چا پر غاړه نه دئ اخيستئ خو د نيمروز والي يې پړه پر وسله والو طالبانو اچوي.