کور / خبرتیا او پيغامونه / د افغان ځوانانو مرستندويه ټولنه جوړه شوه

د افغان ځوانانو مرستندويه ټولنه جوړه شوه

د روان کال د ډسمبر په ۲۷ نېټه د برتانیې په لندن ښار کې د یو شمېر افغان ځوانانو په نوښت د افغان ځوانانو ټولنه جوړه شوه.

یو شمېر افغان ځوانان د یکشنبې ورځ د لندن په رویال فستیوال هال کې سره را ټول شول او دا مرستندویه ټولنه یې پیل کړه.

د ځونانو دا ناسته چې څه د پاسه پنځه ساعته اوږده وه د ټولنې دپرانستنې په اړتیا وغږېده. ګډونوال ځوانان سره سلا ؤ چې د داسې یو ې ټولنې شتوالی اړین دی چې په هېواد دننه او د باندې د افغان ځوانانو لپاره د یو منځي په توګه کار وکوي .

د ناستې ګډونوال په دې باور ؤ چې په هېواد کې دننه او بهر افغانانو کې ډېره ځوانه انرژي موجوده ده خو د ځوانانو داسې یوه ټولنه نشته چې د دې ځواک د ښې کارونې او تنظیم لپاره کار وکړي. ناستې تکل وکاوه چې د داسې یوې ټولنې د سازولو لپاره کار وکړي چې د ځوانانو په مټ وچلیږي او ځوانانو لپاره کار وکوي. غونډې دا هم سره ومنله چې د افغان ځوانانو ټولنه به د افغانستان په کورني او باندني سیاست کې څرګند دریځ لري خو د یو سیاسي لوري په توګه به کار نه کوي.

د ټولنې غړي ځوانان واک لري چې د هر بل سیاسي ګوند غړیتوب ولري خو چې د افغانستان د ملي ګټو او د ټولنې د بنسټیزو ادونونه چې په منشور کې به ورته څرګنده اشاره شوي وي تېرغمی ونه کوي.

ټولنه به ډېر کار په علمي ، فرهنګي او ټولنیزو چارو کې افغان ځوانانو سره په اوږه ورکولو کې کوي. او په یادو شوو ډګرونو کې به د ځوانانو تر مینځ همغږی پیدا کوي.

ناستې د افغان ځوانانو د ټولنې بنسټواله ډله په لاندې توګه وپېژندله :

حنیف الکوزی
ډاکټر خسرو سنګروال
یونس خان
سمسور فیض
شاهپور ابراهیم
پامیرخان
مسعود الکوزی

د ناستې په پایله کې یو شمېر ځوانانو ته دنده ورکړل شوه چې د ټولنې د تګلارې په لیکلو، په بېلابېلو مراجعو کې د ټولنې د ثبتولو ، د ټولنې د مطبوعاتي څانګې د جوړولو په برخه کې کار پیل کړي او د ټولنې راتلونکې ناستې ته رپوټ ورکړي. د ټولنې راتلونکې ناسته به د نوي زیږدي کال په دویمه اونۍ کې وي او هغه افغان ځوانان چې د دې بهیر سره مینه ولري د ډله اییزو خپرونو له لارې به خبر شي. تمه ښکاره شوه د راتلونکې ناستې په ترڅ کې د افغان ځوانانو ټولنې د تګلارې لنډیز خپور کړي.