د امريکا ولسمشر بارک اوباما په لومړي ځل په خپله وينا کې القاعده ډله په دې تورنه کړه چې درويشت کلن نايجيريايي يې د امريکا په يوه الوتکه کې د حملې لپاره روزلى و.
اوباما په خپله اوونيزه وينا کې وويل، مشکوک عمر فاروق عبدالمطلب چې يمن ته يې سفر کړى و او ګومان کېږي چې هلته د القاعده له مشرانو سره ملګرى شوى و، چې د عربستان په دې ټاپووزمه کې د دوى له خوا وروزل شو او تجهيز کړاى شو. بيا يې چاودېدونکي مواد ورکړل او په هغه الوتکه کې يې د چاودنې لپاره روزنه ورکړه، چې د کرسمس په ورځ امريکا ته روانه وه.
القاعده د دې ناکامې حملې مسووليت منلى دى.