د افغانستان ولسي جرګې چي د ولسمشر حامد کرزي د راتلونکي کابينې ٢٤ وزيرانو ته يې نن رايي کارولي اوس يې شمېرل پيل سوي دي .
تائېد سوي وزيران :
د شمېرل سويو رايو له مخي د دفاع وزير عبدالرحيم وردګ ١٢٤ موافقي رايي، د کورنيو چارو وزير محمدحنيف اتمر١٤٧ رايي د ماليې وزير عمرزاخېلوال ١٤١ موافقي رايي، د پوهني وزير ډاکټر فاروق وردګ ١٥٥ د اعتماد رايي ګټلي دي چي خپلو دندو ته به دوام ورکوي .
د کرني او مالدارۍ وزير محمدآصف رحيمي، د کانو او صنايعو وزارت ته کانديد عنايت الله شهراني هم توانېدلى چي د وزير په توګه د ولسي جرګې څخه د باور رايه ترلاسه کړي.
سيد مخدوم رهين چي دوه ځله همدغو وکيلانو رد کړئ وو، د ١٢٠ موافقو رايو په ترلاسه کولو د اطلاعاتو او کلتور د وزير په توګه وټاکل سو، چي په بيا راتګ يې دپاره د ولسي جرګې پخوانى او اوسنى دريځ له پوښتني سره مخ کړ.
رد سوي وزيران :
د عدليې وزير سرور دانش ٩٦ موافقي رايي يې ګټلي، د لوړو زدکړو وزارت ته کانديد عبيدالله عبيد د ٩٤ رايي، د اوبو او برېښنا وزير محمداسماعيل خان ١١١ تائېدرايو په ترلاسه کولو نه دئ توانيدلئ چي د ولسي جرګې د باور رايه ترلاسه کړي .
حج او اوقافو وزارت کانديد عنايت الله بليغ، د فوايد عامې وزير ميرزا حسين عبداللهي، د عامي روغتيا وزير محمدامين فاطمي، د اقتصاد وزارت ته کانديد انورالحق احدي، د مخابراتو وزير اميرزى سنګين، د ټرانسپورټ وزير محمدالله بتاش، د کار او ټولنيزو چارو وزير اسماعيل منشي، د کليو اوپراختيا وزارت ته کانديد ويس احمد برمک، د تجارت او صنايعو وزير غلام محمد ايتلاقي، د ښاري پراختيا وزير انجينر يوسف پښتون، د ښځو د چارو وزيره حسن بانو غضنفر، د سرحدونو وزارت ته کانديد سيدحامد ګيلاني او يو شمېر نور وزيران نه دي توانيدلي چي د باور رايي ترلاسه کړي.
د افغانستان ملي ټلوېزون ښيي چي د ٢٤ وړاندي سويو وزيرانو له جملې څخه يوازي اوو تنو د باور رايي وګټلې او پاتي ١٧ يې ونه توانېدل چي د باور رايي ترلاسه کړي، دوى ته لازمه وه چي د برياليتوب دپاره ١١٧ رايي ترلاسه کړي.
د رايو پر بهير نيوکي:
د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي استاد نصرالله ستانکزي د آزادۍ راډيو ته وويل وکيلانو ته د اعتماد د درايي په ورکولو کي د دقت څخه کار اخيستل سوئ وو، خو د نه باور په رايو کي تر ډېره حده له احساساتو څخه کار اخيستل سوئ، نوموړي د اقتصاد د وزير انورالحق احدي، د مخابراتو د وزير اميرزي سنګين او د روغتيا د وزير محمدامين فاطمي نومونه په هغو کسانو کي ياد کړل چي وايي هم د مسلک او هم اهليت او کاري تجربې پر اساس د دې وړ وو، چي بايد د اعتماد رايه ورکړل سوې واى.
د ماليې وزارت فرهنګي مشاور استاد نجيب منلي هم پر دې بهير نيوکه وکړه.
استاد منلي د آزادۍ راډيو ته وويل سړى نه پوهېږي چي وکيلانو د کوم معيار پر اساس وزيرانو ته رايه ورکړې ده، ځکه د اطلاعات او کلتور وزير پخوا دوه ځلي پارلمان دغي چوکۍ ته رد کړئ وو، اوس يې د باور رايه ورکړه، ډاکټر انورالحق احدي او اسماعيل خان چي پخوا په کابينه کي شامل وو، خو اوس رد سول.
بلي خواته د ولسمشر کرزي وياند سيامک هروي ويلي حکومت د ولسي جرګې له خوا د ځينو وزيرانو پر ردولو خواشينى دئ، خو دا د وکيلانو حق دئ چي کوم وزير رد او يا ومني.
نوموړي وويل د افغانستان ولسمشر پر دې افسوس کوي چي ولسي جرګې ته يې په کار پوه مسلکي کسان د وزيرانو په توګه معرفي کړي وو، خو د وکيلانو له خوا يې زيات شمېر ونه منل سول.