طالبانو د جنګي کرښي يو مهم قومندان منصور دادالله خالي سلاح کړئ او پر کور يې کښېنولئ دئ.
پاکستاني رسنيو د طالب وياند ذبيح الله مجاهد په حواله خبر ورکړئ چي منصور دادالله د دوى د امير ملامحمدعمر اخند له اوامرو څخه د سړغړوني په خاطر د ملامحمدعمر په امر ليري کړل سوئ دئ.
بلي خواته منصور دادلله د تحريک له ليکو څخه شړل ردوي او وايي که چيري دغسي کومه خبره واى ملامحمدعمر خپله له ده سره تماس نيوئ او په مطبوعاتو کي يې د خپرېدو اړتيا نه وه.
ملا منصور دادالله ويلي دى اوس هم د طالبانو د يوه نظامي ګروپ مشري کوي او د امريکايانو پر ضد جنګېږي.
د منصور دادالله د ليري کېدو په هکله دوه کاله دمخه هم خبرونه خپاره سوي وو، چي ګني د برتانوي ځواکونو سره يې په هلمند کي پټ تړون لاسليک کړئ وو.
هغه مهال ملا منصور دادالله پاکستان ته ولاړئ چي وروسته د پاکستاني پوځيانو له خوا د ږوب په سيمه کي ونيول سو، خو تر څو مياشتو بند وروسته په کابل کي د پاکستان د سفير سره چي له قبايلي طالبانو سره بندي وو په تبادله کي خوشي سو.
د يادوني وړ ده چي منصور دادالله د طالبانو د وژل سوي قومندان ملا دادالله ورور دئ، چي يو وخت د کابل په پلچرخي زندان کي بندي وو او وروسته د اېټالوي خبريال سره په تبادله کي خوشي سو.
د نوموړي اصلي نوم بخت محمد دئ، خو د ورور تر مړيني وروسته چي د طالبانو قومندان وټاکل سو، پر ځان يې د منصور دادالله نوم کښېښاوه.