د افغانستان ملي ټلويزون ښيي چي ولسي جرګه په نننۍ غونډه کي د حامد کرزي د راتلونکي کابينې ٢٤ وزيرانو ته د اعتماد او نه اعتماد رايه ورکړي.
د حامد کرزي له خوا ولسي جرګې ته د وړاندي سوو وزيرانو پلانونه له دوو اونيو راهيسي وکيلانو واورېدل، پوښتني ځني وسوې او نن به معلومه سي چي وکيلان کومو وزيرانو ته د اعتماد رايه ورکوي او کومو وزيرانو ته يې نه ورکوي.
د اطلاعاتو او کلتور د وزير مخدوم رهين په ګډون پر ځينو وزيرانو باندي په ملي کچه د تعصب، بي کفايتۍ او فساد تورونه دي، خو وبه کتل سي چي دغسي وزيران د وکيلانو له کوم غبرګون سره مخ کېږي.