راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې نن په ولسي جرګه كې د نوى كابينې نوماندو وزيرانو ته د باور راى د وركولو د بهير پيل ته په اشارې پخپل لومړي مخ كې په غټو ټكو سره ليكلي، چې نن د برخه ليك ټاكلو ورځ ده.
ورځپانې ليكلي، چې نوماندو وزيرانو خپل پروګرامونه واورول او ولاړل او اوس د ولسي جرګې وار دې، چې څه كوي او چا ته د باور راى وركوي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د پوځي عملياتو په مهال د عامه خلكو مرګ ژوبلې ته په اشارې بهرنيو ځواكونو ته سپارښتنه كړې، چې د خپل نړيوال حيثيت د ژغورلو او ددې لپاره ، چې د پخواني شوروي اتحاد له برخه ليك سره مخ نشي بايد له جنايتونو لاس په سر شي.
ورځپاڼې په يو جلا څيړنيز مطلب كې په تير ميلادي كال كې د رسنيو او خبريالانو په وړاندې شوې پيښې څيړلي او ليكلي، چې پدې كال كې يو سل او اووه ديرش خبريالان وژل شوي.
هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله كې نوى كابينې ته د باور راى د وركولو په بهير تبصره كړې او هغه يى د نومانده وزيرانو لپاره برخه ليك ټاكونكې او د ولسي جرګې د غړو لپاره يى د ستر ملي مسؤليت شيبې بللي.
ورځپاڼې په دوام كې دا سپارښتنه كړې، چې دا بهير بايد د سترو ملي ګټو په پام كې ساتلو سره پر مخ بوتلاى شي.
ورځپاڼې په يو جلا څيړنيز مطلب كې افغان امنيتي ځواكونو ته د امنيتي چارو د مسؤليت د سپارلو په هڅو بحث كړې او پوښتلي، چې ايا په راتلونكو څلورو كلونو كې به افغان ځواكونه ددې جوګه شي.
ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې بيا په افغانستان كې د عامه خلكو مرګ ژوبلې ته په اشارې د ګارډين ورځپاڼې په حواله يى ليكلي، چې افغانان نور له لويديځه نا هيلې شوي، په پوځي عملياتو كې ګډوډۍ زياتې دي او له اته كلن حضور سره سره بيا هم د افغانانو ژوند تريخ دې.
په ورځپاڼه كې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په حواله بيا ليكل شوي، چې د بهرنيو ځواكونو لخوا د شپې لخوا كيدونكي عمليات د ملكي وګړو لپاره مرګونې نتايج لري.
ورځپاڼې په يو بل ځاى كې د امريكا د يو كارپوه په حواله بيا ليكلي، چې اساسي ستونزه داده، چې په افغانستان كې د دښمن ځانګړې تعريف نشته.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د تير ميلادي كال پيښو ته په اشارې، چې د ورځپاڼې په وينا خورا مرګونې كال وو، راتلونكې ته كتنه كړې او خبردارې يې وركړې كه د افغان دولت او نړيوالو ترمنځ همغږي او تفاهم رامنځ ته نشي نو پايلې به يى تردې هم خطرناكې وي.
اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې د روانو حالاتو په اړه خبرونه او تبصرې خپرې كړيدي.
انيس پخپله سرمقاله كې د تير كال پيښو ته زغلنده كتنه كړې او پدې ترڅ كې په نوي كال كې شته شتونزې څيړلي دي.
خو اصلاح بيا پخپله سرمقاله كې د لندن په غونډې بحث كړې، چې تمه ده د روانې ميلادي مياشتې په وروستيو كې جوړه شي او پدې ترڅ كې له دې غونډې د افغانانو هيلې څيړلي دي.
ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا نوماندو وزيرانو ته د باور راى د وركولو پيليدونكي بهير ته په اشارې پخپل لومړي مخ كې په غټو ټكو سره ليكلي، چې د ولسي جرګې يو شمير غړي ددې بهير له پيل نه مخكې په ارګ كې ميلمانه وو.
د ورځپاڼې په وينا پدې دعوت كې د ګډونوالو ترمنځ، چې پكې نومانده وزيران هم شامل وو ځينې وعدې او ژمنې هم شوي.
ورځپاڼې په يو بل مطلب كې په خوست كې د سي آى اى په مركز كې د شوې ځان وژونكې حملې په غبرګون كې ددغه سازمان په حواله ليكلي، چې د خپلو كاركوونكو د وژلو غچ به اخلي.
په ورځپاڼه كې افغانانو ته د امنيتي چارو د مسؤليت د سپارلو لپاره كيدونكو بحثونو ته هم كتنه كړې او پدې ترڅ كې د جرمني د لومړۍ وزيرې په حواله ليكلي، چې دا كاربه په تدريجې ډول ترسره كوي.