که رښتیا و ویل سي زموږ د ډېرو پوهان زړه او غوښتنه د ګران هېواد دا نازک شمور ځان ته ور کشه وي . یاني چې په اروپا او امریکاکي دغه پرمخ تګونه ګوري غواړي دغه جګړې زپلی هېواد او ډول ډول مفکورو تر اغېزه لاندي راوېستلی تر بیا رغاوني او سمسورتیا لاندي ونسي او مډرن ئي کړي . هر رنګه مډرنېزې چې په پر مختللو هېوادو کي ګوري خپل ګران هېواد افغانستان ته ئي راوستل غواړي . څرنګه چې خپروني کتل کېږي او لوستل کېږي اود ځینو افغاني پوهانو سره چې خبري کېږي؛ د دوي اندېښنه د هېواد بیا رغاونه او مډرنېزې خوا ته ده . د کار ستونځه داده، چې دا کار څنګه مخ ته بېول کېږي؟ غوښتل یو شی دي او کول بل شی! پخپله کول یو شی دی او کېدل بل شی! دا خبري د یوبل سره ډېر توپیر لري . وځیني پوهانو ته په رښت سره د هېواد ستونځي او څرنګواله څرګنددي او د هغي د غوښتني سره سم لیکني، خپروني او خبري کوي، چې زموږ د ګران هېواد افغانستان وګړنیز او ټولنیز امکان سره سمون لري، چې دغه هڅه زموږ د هېواد د پرمختګ د غوښتونو هیله را پاره وي . ډېری زموږ د پوهانو، اینجنیرانو او ښوونکو ژوند په بهر کي د پنڅلس بیا تر دېرشو کلو پوري په بهر کي تېر سوی دی . د هېواد هغه ستونځي چې د جګړې له لاسه پر خلکوراغلي لکه : ګډي وډي مفکوري چې د ډول ډول «رژیمونو» او ډول ډول حکومتونوله لاسه په لنډو مهالونو کي راغلي؛ دا ټول هغه روحي فشارونه دي د ټولني پر وګړو باندي، چې انسان تر عصبي شوک لاندي راولي . او ټولنه ناروغې کوي . برسېره پردې هر ورځ جګړه هر ورځ بد او ناوړه خبري اوره دا ټول هغه حالتونه دي، چې انسان د«دپرس» خواته بیائي . دا دګران هېواد د وګړو معنوي حال د۱۹۷۸ ز کال څخه بیا تر ننه پوري دی . او مادي حال : کور نسته بمبارد سوی، پخپل هېواد کي کډوال سوی . لور خرڅه وه يا زوي ، چې ګوله مړې پیداکړي، چې ځان له مرګه وژغوري . په لنډه توګه چې و وایم : ګران هېواد افغانستا د کمونستۍ د «رژیمه» څخه بیا د کپیتالستۍ تر « رژیمه » پور سمه او بې جګړې ورځ نه ده تيره کړې . چې ورته ګورې ګران هېواد افغانستان یوه کنډواله ده او دجګړې ځائ او د مډرنه سلاحګانو د ازمایښت ځائ دی . لومړی تر هرڅه دغه جګړه باید ودریږي . چې خلک په امن سي د پردويو لاس باید ونیوله سي ! ورسته خرابۍ سمې سي لاري جوړي سي او خلکو ته په کراره ګوله ډوډۍ پیداسي او خلک له جنګه ووی زي! مډرنېزې او دغسي خبري ډېر ورسته دي . دغه ګډواله چې د کمونستۍ د «رژیم» څخه پیل سوې ده بیا تر اوسه روانه ده . د دغه «رژیم» په سرکي زموږ پوهانو،اینجنیرانو، ښوونکو او طبیبانو هېواد پرېښود؛ کډوالۍ ته اړ سوه؛ پره دیو ملکو ته لاړل . ځینو ئي په خپل مسلک کي کار پیداکی او ځینو ئي کار پیدا نه کی، دوي بېله خپل مسلکه په بل کار د خپل ژوند پر مخ بېولو لپاره بخت سوه . په پاسپورتو کي ورته و لیکل سوه بېله افغانستانه بل هر ځائ تلای سې! دغه زموږ پوهان ځیني په پردیسي کي مړه یا ځیني ډېره زاړه سوي او یا د ځینو څخه چې ډېر عمر ئي پخپل مسلک کي کار نه دی کړی هغه هم ځني تللی دی .
ځوانان مو په پره دي هېوادو کي لو ایږي اوزده کړه کوي یوڅه لږ د کورنۍ څخه افغاني کلتور زده کوي هغه هم په اصل ماهیت سره ئي نه پېژني ولي دوي په یوه بله ټولنه اوکلتور کي رالو ایږي . هغه هېواد چې دوي پکښې اوسیږي د دوي دزده کړي څخه برخمن کېږي . ددې ماغزو څخه نور ملکونه کار اخلي،هغه ملکونه چې دوي پکښې اوسېږي . یو خو دغه افغان په یو ازاد ټولنیز اوځانګړیز ژوند ملک کي لوی سوی؛ د افغاني کلتور څخه لږ څه خبر دی . ځان ډېر تړلی د خپل مور او پلار په هېواد پوري نه بولي . راغلو هغه پوهانو ته چې دوي په هېواد کي شخصیت وه او شمېر پر کیده او هېوادوا لو ته ئي څه کولاي سواي؛ خو اوس په پره دي ملک کي نه پر دوي شمېر کېږي او نه د دوي څخه سلا او مشوره اخستل کېږي اود سروزرو په کپس کي بنديان دي؛ په کورو کي ناست وي سهار سي ماښام سي ، ټولي ورځي ورته یو شان سي . او په هېواد کي ورته خلک ډېر اړتیا لري . د ده دفکره څخه د ده د زده کړي څخه د ده د تجروبو څخه د ده دوینا څخه او د ده دمشورې څخه هلته خلکو کار اخست . دي دلته د هغو په فکر کي ډوب ناست دي او هېودوال ئي د دوي په فکر کي ډوب تللي وي . دا هغه ماغزه دي چې له هېواده راکډوال سوي دي او هېوادترې نه تش سوی، خدای (ج) خبر چې بیا به دغسي کلتوري افغاني ماغزه هېواد پیدا کړي . تر مخ وویل سوه، چې ځينو خپل ژوند دلته د هېوالو په ارمان کي له لاسه ورکی او ورکوي ئي او ځیني په دغه ارمان کي دي چې کله به هېواد ته لاړ سي او خپل هېواد به بیا په امن کي وګوري او یو څه ورته وکړي .