یوه چیغه کول غواړي یوآواز کول په کار دی
د خدای په لور اسمان خواته پر واز کول په کار دی
د خدای په کور کې ویر کوو فریاد کوو ژړېږو
ضرور به د ادم د بچو یاد کوو ژړېږو
تصویر ورته د بم او د لمبو مخې ته ږدو
ټوټې ورته د ښار د آینو مخې ته ږدو
واړه واړه لاسونه د کوچنیانو وړو په جب کې
کیسې د بدرنګۍ د انسانانو وړو په جب کې
د نیمې شپې د ډزو او د بم ورته وایو
په کور کور کې د ویر فریاد او غم ورته وایو