کور / تازه خبرونه / هلمند : چاودنې١١ ملکي وګړي ټپيان کړل

هلمند : چاودنې١١ ملکي وګړي ټپيان کړل

موسی کلا ولسوالۍ کې يوې چاودنې دماشومانو په ګډون ١١تنه ټپيان کړل .

د موسی کلا ولسوال عبدالسلام رسنيوته وويل چې پرون غرمې نامعلوم کس د موسی کلا د بازار په يو هوټل کې چاوديدونکي توکي ځاي پر ځاي کړې وو چې وچاوديدل او په نتيجه کې د څو ماشومانو په ګډون ١١ملکي وګړي ټپيان شول .

د نوموړي په وينا چې ټپي کسان د ايتلافي ځواکونو په روغتون کې دي او حالت يې د ډاډ وړ دئ .