په كاپيسا ولايت كي دوه فرانسوي خبريالان د خپلو ژباړونكو سره يو ځاى د وسلوالو له خوا تښتول سوي دي.
د كاپيسا د والي وياند عبدالعليم عيار ازادۍ راډيو ته ويلي چي دغه دوه فرانسوي ژورناليستان د خپلو دوو ژباړونكو سره د تګاب ولسوالۍ په عمرخيلو كي د وسلوالو كسانو له خوا تښتول سوي دي.
عيني شاهدانو په سيمه كي ازادۍ راډيو ته وويل چي دغه فرانسوي خبريالان د وسلوالو طالبانو له خوا وتښتول سوله.
خو په رسمي ډول ددغو كسانو د تښتوني مسئوليت چا نه دى اخيستى.