د مکسيکو حکومت اعلان کړئ، چي د دغه هيواد د يوکاټا جزيرې په نيشنل سمندري پارک کي يې تر اوبو لاندي يو داسي کور جوړ کړئ، چي ٤٠٠ انساني مجمسمي يې پکښي درولي دي.
د دغه کور او مجسمو ډيزاينر د جوزيف ټيلر په نوم يو برتانوى مجسمه ساز دئ چي وايي په نيژدې وختونو کي په ٤٠٠ نوري مجسمي پکښي جوړي کړي.
د مکسيکو حکومت ويلي دغه کور په نړۍ کي تر اوبو لاندي يو عجيبه کور دئ او دا يې دغه هيواد ته د راتلونکو سيلانيانو دپاره جوړ کړئ دئ.
حکومت تمه ښودلې چي د دې خبر تر خپرېدو وروسته به د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د سيلانيانو بهير ورمات سي.