ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك په افغانستان كې د اداري فساد ستونزې ته ځانګړې كړې او د الجزيرې د ټلويزيون د يو رپورټ په حواله يى په غټو ټكو سره ليكلي، چې مالي فساد د افغان دولت او امريكا په جګپوړو كړيو كې دوام لري او د هغوى محاكمه امكان نلري.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې په افغانستان كې دوه لكه او پنځوس زره قرارداديان فعاليت كوي او دوى د افغانستان او امريكا ترمنځ د فساد يوه ځانګړې ليكه جوړه كړې.
ورځپاڼې دا هم ليكلي، چې د امريكا په نوى ستراتيژۍ امريكايي چارواكي يوه خوله ندي، ځكه د ورځپاڼې په وينا اوباما له افغانستان نه د ځواكونو د ويستلو خبره كوي، خو ددفاع او بهرنيو چارو وزيران يى بيا دا كار په خپلې بريا پورې تړلې بولي.
د ورځپاڼې په سرمقاله كې د ملي شورا د انتخاباتو د ځنډولو لپاره د لويديځو كړيو هڅې څيړل شوي او له هغې سره كيدونكو مخالفتونو ته په اشارې ليكلي، كه په افغان ولس كې د ملي ګټو پر بنسټ يووالې او همغږي راغله نو نړيوال به مجبوره شي، چې خپله قبله سمه كړي.
هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا د ملي شورا د انتخاباتو په اړه د لويديځو كړيو روان دريځ ته په اشارې په څرګند ډول ليكلي، چې انتخابات يو قانوني او ملي بهير دې نه فرمايشي.
ورځپاڼې په دوام كې دا سپارښتنه كړې، چې د ملي شورا انتخابات بايد له اساسي قانون سره سم په راتلونكې پسرلي كې پخپل وخت ترسره شي.
ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې په غټو ټكو سره ليكلي، چې افغان ولسمشر د كنړ د وروستۍ پيښې د قربانيانو له كورنيو سره په ټليفون خبرې كړي او هغوى ته يى خپله ژوره خواخوږي څرګنده كړي.
ورځپاڼې په يو جلا څيړنيز مطلب كې په افغانستان كې د پوځي عملياتو په مهال د عامه خلكو د مرګ ژوبلې په ستونزې تبصره كړې او د هغې پايلو ته يى په اشارې ليكلي، چې ددې كار دوام به د افغان ولس او نړيوالو ترمنځ باور زيانمن كړي.
راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د ترورزم په خلاف په روانه مبارزه كې شتو نيمګړتياو ته په اشارې ليكلي، چې د روان جنګ برخه ليك د كړنو له اصلاح سره تړاو لري.
ورځپاڼې په دوام كې د بهرنيانو خپل سري پوځي عمليات، چې د ناسمو راپورونو پر بنسټ كيږي او د عامه خلكو مرګ ژوبله اساسي ستونزې بللي.
ورځپاڼې په يو بل مطلب كې بيا له افغانستان څخه د بهرنيو ځواكونو د وتلو په موضوع تبصره كړې او د افغان ولسمشر په حواله يى ليكلي، چې افغانان له خپل هيواده د بهرنيو ځواكونو د وتلو لپاره د يوې نيټې د ټاكلو غوښتونكي دي.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې شته ستونزې هم څيړل شوي او ليكل شوي، چې دا ټولې ستونزې د افغانستان ګاونډيو رامنځ ته كړي دي.
اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼې هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې د روانو حالاتو په اړه خبرونه او تبصرې خپاره كړيدي.
انيس پخپله سرمقاله كې په لندن كې د جوړيدونكې غونډې په اړه ليكلي، چې دا په افغانستان كې د لومړيتوبونو د پيژندګلوۍ لپراه يوه ښه موقع بللې.
خو اصلاح بيا پخپله سرمقاله كې د ملي امنيت د مرستيال ډاكټر عبداله لغماني د وژونكو په نيولو تبصره كړې او هغه يى د ملي امنيت د كاركوونكو ستره بريا بللې.
ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په لندن كې د افغانستان په اړه په جوړيدنكې غونډې تبصره كړې او افغان دولت ته يى دا سپارښتنه كړې، چې دې غونډې ته بايد جامع طرحې وړاندې كړي، كه نه نو د ورځپاڼې په وينا بهرنيان به يو ځلې بيا په افغانستان خپل نظرونه وتپي.
دې ورځپاڼې هم په افغانستان كې د اداري فساد په ستونزې بحث كړې او ليكلي، چې د امريكايي قرارداديانو او دولتي كړيو ترمنځ مالي فساد د افغانستان بيارغونه له خنډ سره مخ كړې.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د بشر د حقوقو روان حالت ته هم كتنه شوې او پدې ترڅ كې د بشر د حقوقو د څار ډلې فعاليتونه څيړل شوي او دا پوښتنه شوې، چې ايا دې ډلې په افغانستان كې واقع بينانه عمل كړې.