د ننګرهار امنيتي پوليس وايي چې دغه چاوديدونکي توکي چې پکې لاسي بمونه .ثانيه سوز.باروت او نور توکي شامل وو د مخابراتوڅلور لارې دشمشاد هوټل له يوې کوټې څخه تر لاسه کړل.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ چارواکي وايي چې ځايي اوسېدونکيو پوليسو ته خبر ورکړ.چې ورسته ملي امنيت او دې ناټوځواکونولخوا هوټل تلاشي کړ چې د يوې کوټې څخه چاوديدونکي توکي تر لاسه کړل.
چارواکي وايي چې په تور يې د هوټل مالک او يو بل تن نيول شوي او تر پلاټنې لاندې دي.