کور / تازه خبرونه / بغلان: درې حکومتي عسکر او شپږ طالبان وژل سوي

بغلان: درې حکومتي عسکر او شپږ طالبان وژل سوي

د بغلان ولايت چارواکي وايي د وسله والو طالبانو او حکومتي پوليسو ترمنځ په دغه ولايت کي پوره دوه ساعته جنګ سوئ چي له امله يې شپږ طالبان او درې دولتي عسکر وژل سوي دي.
د بغلان والي وايي په وژل سويو حکومتي عسکرو کي دوه د ملي پوځيان او يو پوليس دئ. د نوموړي په وينا تر جنګ وروسته طالبانو خپل مړي پر ميدان پرې ايښي دي.