د هند د ممبى ښار ته نيژدې په يوه اټومي مرکز کي اور لګېدلئ چي له امله يې دوه ساينس پوهان مړه سوي دي.
په مرکز کي د اور لګېدني علت تر اوسه نه دئ معلوم خو د بهابها اټامک څېړنيز مرکز وياند وايي دغه اور پوره ٣٥ دقيقيې بل وو چي وروسته په عاجله توګه کنټرول سو.
تر پېښي وروسته د پوليسو تحقيقاتي ټيمونه سيمي ته تللي او په دې هکله يې پلټني شروع کړي دي.