کور / تازه خبرونه / پنټاګان د افغانستان او عراق د مړو شمېره په ډاګه کړه

پنټاګان د افغانستان او عراق د مړو شمېره په ډاګه کړه

د امريکا د دفاع وزارت وايي له٢٠٠١ کال راهيسي يې په افغانستان کي ٨٦٠ پوځيان وژل سوي او په عراق کي له ٢٠٠٣ کال راهيسي ٤٣٧١ تنه وژل سوي دي.
د دفاع وزارت وايي د افغانستان په ٨٦٠ پوځيانو کي ٦٦٤ يې د طالبانو سره په جنګ او د هغو په حملو کي وژل سوي دي.
دغه شمېره چي د نيويارک ټايمز ورځپاڼي خپره کړې وايي په عراق کي د عراقي پوځيانو د مړو شمېر له ٤٩٠٠ څخه تر ٦٣٧٥ پوري رسېږي او د عامو عراقيانو د مړو شمېر د ٩٤٨٨٨ څخه تر ١٠٣٥٣٥ پوري دئ.
همدا راز په عراق کي ١٧٩ برتانويان، ١٣٩ تنه د بېلابېلو هيوادونو پوځيان وژل سوي دي.
خو پورتنيو ارقامو ته په پام سره بايد هېره نکړو، چي هره جنګي ډله خپل د مړو شمېر تر اصلي ډېر کم ښيي.