څرنګه چی د مرغومی په شپږ مه سور وحشي ښکیلاک زموږ هیواد ته راغئ چی په نتیجه کی يي په میلونو افغانان شهیدان،په میلونو معیوب او هجرت کولو ته اړ شول،دهیواد ټول جوړښتونه له منځ څخه ولاړل،په میلونو کونډي او یتیمان راپاتی شول خوپه نتیجه کی يي هغه لوی ځواک چی هغه ټولي نړی ته خپل ناولۍ کومۍ خلاص کړی وو او غوښتل ي چی ټوله نړۍ تیره کړی دنړی هر ځای ته ځان ورسوي همدي افغانانو په خالی لاس اودتکبیر دناري په برکت په ګونډو او غاښ ماتونکی ځواب يي ورکړ،د کمونیزم ناولۍ ټغريي دنړۍ له مخ څخه ټول کړاوهغه نړی چی دهمدي سره ښامار له لاسه ددوی خوبونه تښتېدلي وو، ټول ژوند يي په ډار او وهم کی وود ډاډ او هوسایني ژوند يي ورپه برخه کړ.
اوس چی پوره دیرش کاله د دي یرغل تیر شول دا پوښتنه کیږي چی ولی دا ورځ دچارواکو له خوا ونه غند ل شوه په ځواب کی باید وویل شي چی څوک به دا ورځ وغندی جهادي رهبران چی جهاد د دوی تر مشرۍ لاندشروع وو ځني يي په حق رسید لي دي،ځني يي لا اوس هم جهاد پای ته نه بولي په تورو جګو غرونو کی په سنګر کی خپل عمر تیروي او ځني نور يي که دروسانو په شړلو کی مرسته کړي دامریکا یانو په راوستلو کی يي هم بی شمیره هلي ځلی کړی دی حتی ځینو خو هغه وخت دروسانو سره تړونونه کړی وو چی یو پر بل به یرغل نه کوي او روسان به هغه مجا هدین چی د دوی تړون کونکی يي نه غواړي ښي حملي کوي اود اوسني او هغه یرغل هیڅ تو پیر نشته هغه وخت دافغانستان اداره په مسکو او دو شنبي کی جوړیده او اوس دبن په ښار کی جوړه شوله ،دروسانو هغه پروژه دکی جی بی اوخلق پرجم په مرسته پلي شوه دا پروژه د سي ای ايي، اف بی ای ، شمالي ټلوالی(نظار،جنبش،حزب وحدت) په زیاته مرسته او قربانۍ پلي شوه.
هو د پارلمان وکیل صیبان خو اوس ډیر بخت دی،دهغوی له کورو څخه یوه ډله نومول شوي وزیران وزي اویوه ډ له ورته راځی او درايي غوښتنه کوی،دهغوی څخه دمرغومی دشپږمي غندنه اوداورځ هیره ده ،دوالی صیبانو زړونه هم خپه دی ځکه دوی نه پو هیږي چی دوی به په خپلو چوکیو پاتي شي اوکه به لري شي له همدی کبله ددوی زړه نه غواړی چی دمرغومی دشپږمی په اړوند څه ووايي .
خوار اومظلوم اولس چی یوځل يي هیلی دامریکا نوي اولس مشر اود هغه نوي ستراجیدۍ ورماتی کړی دنورو ډیرو ځناورو ځواکونواوډیروجګړو زیري يي ورکړ ، له بل لوری يي زړونه هغه کابیني ورمات کړی چی کرزی صیب دټاکنو مخکی ددوی سرو وعدی کړی وي او بیا ټول هغه څوک دده له خوا ټاکل شول چی څوک په اداري فساد ککړ بلل شوي،څوک په ژبنی اوقومی کړنو ګرم بلل شوی … لا نور هم نا امید شول ،نو مظلوم اولس به دمرغومی دشپږمی په اړوند څه ووايي څکه داسی نوری ورځی هم پری راغلی، خو یواځنۍ هیله او دامید سترګی يي ښاغلیو وکیل صیبانو ته نیولی دی چی یوازی داسلامیت ،ریښتني افغانیت،مخلص او صادق شخصیت او تیری کړنی يي په نظر کی ونیسي اوبیا نومول شویووزیرانو ته رایه ورکړی ، هغه وزیر صیبان چی تیر ځل په قومی او ژبنیو شخړو کی اخته ول او یا په اداری فسادککړ او د سم خدمت کولو جوګه نه شول په غوځ اکثریت دفارلمان او وزارت څخه وشړی،په پای کی ټول مظلوم اولس دخپل لوی څښتن څخه غواړی چی لکه څرنګه چی د مرغومی شپږمه دسره یرغل ورځ او دسلواغي ۲۶ دهغوی د ماتی ورځ زموږپه تاریخ کی لیکل شوي دا ځل بیا دیرغل او ماتي ورځي زموږ په تاریخ کښي ولیکل شي .