زه چې په تورو سترګو تور رانجه کړم پورې مورې
ځواني مې ګورې مورې جدا له ياره
چارګل مې ګوره د سرو زرو
په غاړه هار د مرغلرو
هر څه لرم د جادوګرو
ځکه همځولي راته وايي د بدرۍ خورې مورې
ځواني مې ګورې مورې جدا له ياره
زه چې ګلان په سر قطار کړمه
بېزوان په بوزه جلبدار کړمه
ګېډۍ د زلفو تار په تار کړمه
چې منګی اخلم راته مه کړه ستغې سپورې مورې
ځواني مې ګورې مورې جدا له ياره
مورجانې زه د ګلو لښته يمه
پيدا خو زه د چا د بخته يمه
والله چې ډېره په زړه سخته يمه
ځم د زاخېل سره کوم خبرې نورې مورې
ځواني مې ګورې مورې جدا له ياره