کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / «شپيګل» د عينک د مسو خوب

«شپيګل» د عينک د مسو خوب

د الماني مجلې « شپیګل» څخه ژباړه سوې مقاله :
نېټه : ۱۹ . ۱۲ . ۲۰۰۹

« شپیګل» د عینک د مسو خوب تر سريزه لاندي لیکي :
غریب افغانستان؟ دا ملک ډېر کانونه لري،چې دغه په پیله کي روپۍ راوړي . ډېره سخته مقابل روانه ده . تراوسه خو ګټندوی پکښې چین دی . خبره داده، چې دا ګټه چیري ځي؟
یو لوي غټ سپېره غر دی، چې خلک واي اته (۸) ملیارده ډالره ارزښت لري . دا هغسي یو غر دی لکه د افغانستان نور غرونه . شنه ګیا نه لري سپیره ولاړ دی . لاندي ئي په دامان کي سرې او سپني شیګي او ډبري لیدل کېږي . شا او خوا ئي سرې او سپیني جنډې ولاړي دي . سرې جنډې ئي ښیي، چې دلته لا مینونه ښخ دي او سپین ئي ښیي، چې دلته لا مینو نه شته . لوړ د غر پر سر یوه خیمه ښکاري، چې سرتیري پکښې اوسيږي امنیت ساتي او څارنه کوي . دلته ټول یونیم زر «۱۵۰۰» سرتیري شته، چې له دغه ځائ څارنه او ساتنه کوي . دغه دامان لږترلږه اووه لس «۱۷» کېلومتر اوږواله لري او د کابل ګردېز د سړک سره پروت دی . احتیاط په کار دی؛ که څه هم عینک د کابله څخه سل «۱۰۰» کېلومتر لري نه دی . په غره کي دننه درې «۳» کېلومتر اوږدیو تنګی دی، چې دننه په غره کي تېریږي . د دغه تنګي په خوله کي یوه غټه چاودلې د بم میله پرته ده . له دې نه ښکاري، چې دلته د طالبانو پټ ځائ وو. ولي چې امریکایانو دغه د پښتنو ځائ سخت بمبارد کړی دی . د سږکال په جولای کي پردغه عمومي سړک په یوه لارۍکي چاودنه وسوه، چې مرګ ژوبله ئي لرله . او د سږکال د ټاکنو پر مهال د حکمت یار صیب له خوا شپې پاڼي پر ضد د ټاکنو ووشل سوې، چې دا څرګنده کړي دغه ځائ تر اوسه لاهم په ده پوري اړه لري . امنیت هرڅنګه چې دی، خو ولس مشر په کابل کي وروسته تر ټاکلو ډېر زهیر دی او طالبانو په شمال کي ډېر زور اخستی – عینک د افغانستان څخه یو اباد ملک جوړه وي؛ یاني اقتصادي پرمختګ،مړتیا، دخلکو بډائي او اسودګلوي ورسره تړلې ده .عتیق الله لودین د دې ولایت والي وائي : « د عینک معدن موږ د پره دیو د سواله څخه خلاسه وي او پر خپلو پښو مو دروي » . د عینک د مسو کان په نړۍ کي د مسو لوي کان دی، چې لا تر اوسه ئي په کیندلو پیل نه دی سوی . څه نا څه اووه سوه «۷۰۰» ملیونه ټنه مس لري . په حقیقت کي «ملخیت » د مسو یو ډول تړښت دی، چې ددغه معدني مسو تړښت په سلو کي د «چیلې » ترمعدني مسو ډېر دي . د معادن او صنایع وزیر محمدابراهیم عادل واي : « د عینک کان زموږ په تاریخ کي یوه لویه پروژه ده » . دی واي : « چې د عینک کان و حاصل ته ورسي زموږ د هېواد را ژوندی کېده دي » . د احصایي له مخي افغانستان د ډېرو غریبو هېوادو څخه شمېرل کېږي . په کال ۲۰۰۸ ز ک کي د افغانستان ټول ملي عواید دولس «۱۲» ملیونه ډالره وو . چې د المان تر ملي عواید ئي ۳۱۴ واره لږ دی . د کلونو کلونو جګړې د افغانانو څخه ډېر شیان هېر کړي دي . هغه شیان چې تل د هېواد پر هغو اطمنان وو. لکه :
د سکرو کان په بامیان کي، ګاز او تېل په شمال (شبرغان) کي او برسېره پر دغو کانو نور کانونه هم لکه : سرپ، څنک (کوټ)، سره زر، سپین زر، اسبست، سلت، سلفر، بېرل (Beryll) او د حاجیګک د اوسپوني کان چې په یوسل دېرش «۱۳۰» کېلومتر واټن کي دکابل په لوېدیز خوا کي پروت دی؛ د اسیا د ډېرلويو کانو څخه دی . بل د لاجوردو لوي کان چې په بدخشان کي دی . هغه کانونه چې راوتلي دي او کار ځني اخستل کېږي لکه : د سکرو کان په بامیانو کي، ګاز په شبرغان کي او شنه لاجورد په بدخشان کي . هغه نور یاد سوي کانونه په « ۱۹۶۰ » او « ۱۹۷۰ » کي د روسيي د جیولوجانو له خواپیدا سوي دي او ارام پر خپل ځایو پراته دي . یوازي جګړې نه بلکي د دغو کانو ستونځمن ځایو د دوي را ایستل ستونځمن کړي دي . د حاجیګک معدن (۱،۸) یو عشاریه اته ملیارد ټنه اوسپنه لري، چې «۳۷۰۰ » متر لوړ په غره کي پروت دی . چې دابه څرنګه را ایستل کېږي او څرنګه به تر ګټي لاندي نیوله کېږي؟ په افغانستان کي د اوسپوني د ډبرو د ویلي کیدو کورې نسته، د ریل پټلۍ نسته او افغانستان و سمندر ته لیاره نه لري . یوازنې اوسپنیزه لار چې د کابل دښار څخه تر دارلامان پوري پنځه «۵» کېلومتره کيده المانانو په «۱۹۲۳» کي جوړه کړې وه، چې هغه له وخته له منځه تللې ده . دا باید بدلون و مومي! د افغانستان معدنونه لا تر اوسه په کار نه دي اچول سوي . صنعتي نړې د دغو توکو وږې ده او د دوي لپاره افغانستان په زړه پوري دی .که څه هم په افغانستان کي لا نا امني ده او پر ډېرو کلو او بانډو باندي حکومت هیڅ موصلت نه دی – په دې نږدو کي تصمیم نیوله کېږي، چې څوک به د حاجیګک د اوسپوني معدن په غنیمت واخلي . دا یوه داسي پروژه ده،چې د معدني ډبرو څخه پولاد جوړه وي . دا لویه دستګاه غواړي او پخپل بغل کي لوي او وړې « فرماګاني» غواړي . څه نا څه د اتیازرو «۸۰۰۰۰ » افغانانو لپاره کار پیدا کېږي . کلنې پیدا ئي یو ملیارد ډالره به وي . – بین المللي اعلان سوی دی . په اعلان کي راغلي : ګاز به جوزجان کي او د تیلو چېنې په سرې پل کي . د عینک د مسو کان خو چین واخست .- د عینک د غره د پاسه سرتیري امنیت ساتي او لاندي چینایان خپل دستګاه سمه وي . دغه اوس درې زره «۳۰۰۰ » افغانان د اویا «۷۰ » چینائي اینجنیرانو سره کار کوي . چینایانو خپل د کار د ساحې پر شا او خوا یو جګ غټ کانکرېټي او ډبرین دېوال را ګرځولی دی . چینایانو د خپل دفترونو لپاره کانتېنرونه درولي دي او د برمو وهلو لپاره ئي په خرو سامان راوړی او پروت دی . په دغو برمو یونیم زر «۱۵۰۰ » متره ژوره برمه وهي خاوره راباسي او ازموینه پر کوي . دغه ټول توکي له چینه څخه د ازبکستان له لیاري د حیرتان پر بندر پر مزارشریفي بیا ۳۴۰۰ متر لوړ د سالنګ پر کوتل د کابل پر لور او له هغه ځایه عینک ته لېږدل کېږي . کله چې په « ۲۰۰۷ » ز کال کي د عینک دمسو د کان د قرار داداعلان وسو ؛
« ۱۶» هېوادو د رقابت په توګه ګډون پکښې لاره؛ چې په دې ډله کي امریکا، روس، کاناډا، چین او نورو هېوادونو ګډون پکښې لاره . کله چې افغانانو علاقه مندان ډېر ولیده؛ نو د پروژې شرطونه ئي لوړ کښېښودل . او دایه هم قبوله نه کړه لکه څرنګه چې روسانو په « ۱۹۷۰ » کي ویلي وه، چې معدني ډبري له افغانستان څخه په بل هېواد کي ویلي کوي او خالص مس ترېنه راباسي . دائي وویل ټول کار به په
افغانستان کي سرته رسي . او هم دا ئي وویل : هغه قراردادي خارجیان چې دغه معدن راباسي باید د دغه ځائ خلکو ته کورونه ، ښوونځي، کلېنک او سړکان جوړ کړي او د سکرودانرجۍ دبرق دستګاه جوړه کړي . تر ټولو راغلو علاقه مندانو چین دغه شرایط ومنل . د چین یوې صنعتي فابرېکې چې نوم ئي (Metallurgical Construction Corporation) دی او لنډیز د دغه نوم (MCC) دی؛ دا ټوله پر خپل غاړه واخستل .او دغه قرار داد ئي په « ۸۰۸ » ملیون ډالره وکی او د نورو څخه ئي ميدان وګاټه .د معادن او صنایع د وزارت یو رئيس چې ځان د دغه وزارت د اوموتوکو رئیس بولي عبدالعزیز عاریب واي : « چینایان غواړي « ۲،۹» دوه عشاریه نه ملیارده ډالره په دغه پروژه کي پانګه واچوي » . دی ډېر خوښ اېسېدی . ده وویل چې دا یوملیارد تر دوهمي عرضې ډېري دي . – چین دغه شرایط څرنګه سر ته رسوي؟ ایا دا ټول منل سوي شرایط به سم سرته ورسي؟ او افغانستان به په پاي کي خپل طبعي غنی ته ورسي؟ داچې چین له ټوله نړۍ نه اومه توکي پلوري ټوله په پوهیږو . چین د خپل تخنیک لپاره ډېرو مسو ته اړتیا لري . نو له دې کبله عینک و چین ته ډېر مهم دی . د عینک په قرار داد د (MCC) رئیس« شین تینګ » ډېر خوښ شو . د (MCC) صنعتي دستګاه په چین کي دوه ویشتمه (۲۲مه » صنعتي دستګاه ده . دغي دستګاه تر اوسه په برازیل کي په پاکستان کي قرار دادونه کړي . اوس ئي هم دادی په افغانستان کي قرارداد وکی، چې څرنګه ئي سرته رسوي دا نه ده څرګنده . دا دستګاه باید په بامیانو کي د سکرو دانرجۍ برقي دستګاه په قدرت سره د «۴۰۰» مېګاواټه برق جوړه کړي او له هغه ځایه دا برق پر لوړو جګو پایو عینک ته راولي . بله خبره چې چین د افغانانو سره ژمنه کړې ؛ د حیرتانوڅخه تر کابله پوري اود کابله څخه بیا تر تورخمه پوري دریل پټلۍ غځوي، چې پر دغه ریل ځي او راځي . ښاغلی عاریب واي : « دا یو تاریخي کار دی، چې منځنې اسیا د سهلي اسیا سره وتړل سي » . دا د افغانانو یو خیال دی د دغه شي خوب ئي ليده که حقیقت ته ورسي . – په کابل کي ډېر خلک داخبره کوي، چې چین دا قول د افغانانو سره وکی، چې د عینک د مسو قرارداد ورسره وکړي . نو چین افغانانو ته سري او سپیني ور وښوولي . د معادن او صنایع وزارت د ریاست جمهوری تر څنګ دی . دا د رشوت او غلا ښه ځائ دی . په دا نږدو کي په رادیو او تلویزون کي وویل سوه، چې په دغه وزارت کي رشوت ډېر دی او لوي ځارندوال د کابل ښاروال چې «۱۶۰۰۰ » ډالره دولتي روپۍ حیفو میل کړي وې په څلور کاله بند محکوم کړ او هم دغسي د معادن او صنایع وزیر ښاغلی عادل نوم اخست سوی دی او ویل کېږي، چې «۳۰ » ملیونه ډالره ئي اخستي وي . خو ده دا خبره په یوه مصاحبه کي له اسنادو سره له ځانه رد کړې ده