د پښتونخوا ايالتي مقامات وايي د سوات ولسوالۍ په چارباغ سيمه کي د طالبانو يو ځايي قومندان له پوځ سره په جګړه کي وژل سوئ دئ.
د چارواکو له خوا د نوموړي قومندان نوم صديق (مشهور په ابوذر) سره ښودل سوئ چي وايي د ځايي طالبانو غټ قومندان وو.
له قومندان ابوذر سره ورسره دوه ملګري يې له دوو کلاشينکوفونو او يوې توپنچې او يوه سټلايټ تليفون سره نيول سوي دي.
پوځيان وايي ابوذر تېر کال هغه وخت په سيمه کي شهرت ته ورسېد چي د چارباغ د دارالعلوم مهتمم مولانا مسعود يې وواژه.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه