د جنوبي کوريا ساينس پوهانو د يوې داسي کېمياوي مادې د کشفولو خبر ورکړ، که چيري د پلاسټيک په جوړولو کي کار سي چاپېريال ته بې ضرره پلاسټيک به ځني توليد کړي.
د جنوبي يوه پوهنتون او د اورکورين په نوم د يوې کيمياوي کمپنۍ ساينسپوهانو په ګډه د دې نوي مادې د کشفولو خبر ورکړئ دئ.
پلاسټيک چي اوسمهال د ژوندانه په ټولو اسانتياوو کي په پراخه پيمانه کارېږي، د چاپېريال پر ککړتيا کي ډېره برخه لري چي له امله يې راز راز ناروغۍ پيدا کېږي.
د جنوبي کوريا ساينس پوهان وايي دوى به په نيژدې راتلونکي کي د دغي مادې په کارولو سره د بې ضرره پلاسټيک بېلابېل ډولونه توليد کړي.