د کنړ د پروني قتل عام د څېړني په موخه دغه ولايت ته له کابل څخه د اسدالله وفا په مشرۍ يوهيئت لېږلئ دئ.
د کنړ په پېښه کي چي وړمه شپه د نرګ په ولسوالي کي د امريکايي او افغان پوځيانو له خوا پر يوه کلي د حملې له وجي رامنځته سوې، اته زدکوونکي او دوه مشران ملکي کسان پکښي وژل سوي دي.
د کنړ خلګ وايي د تش په نامه څېړنو کمېسون د دوى درد نه سي دوا کولاى او نه هم له بهرنيانو څخه پيسې غواړي.
دوى نيوکه کوي چي هرکله په دغه ولايت او نورو سيمو کي بهرنيان ملکي کسان ووژني حامدکرزى يې تشه غندنه وکړي او کميسون وټاکي او بهرنيان بخښنه وغواړي او د پيسو وړانديز وکړي، خو د ملکي کسانو وژنه هماغسي روانه وي.