کور / تازه خبرونه / اوباما : تروریسټان به ماتوم ، یو برتانوﺉ پوځي ووژل سو

اوباما : تروریسټان به ماتوم ، یو برتانوﺉ پوځي ووژل سو

اسوشیټیډ پریس په خپل تازه خبر کی وایی چی بارک اوباما نن اخطار ورکړ چی امریکا به په خپل ټول طاقت سره د ده په وینا تروریسټان ناکام او محوه کوی . د ده مطلب د هغه ۲۳ کلن نایجریایی ځوان ( عمر فاروق عبدالمطلب ) څخه و چی د کریسمس په ورځ یې غوښته امریکایی طیاره په هوا کی وچاودوی خو ناکامه کړای سو . مګر ناظرین په دې نظر دي چی سپینه ماڼۍ غواړی په دې ډول په افغانستان کی د خپلو پوځیانو ډیرول او هم په یمن ، سومالیا او نوروسیمو کی خپلی مداخلې او حملې حق په جانب وښیً او د انتقادیانو پام بلي خوا ته واړوی .
د یو بل خبر له مخی چی د انګلستان د دفاع وزارت ورکړ ، ویل کیږی چی یو برتانوﺉ پوځي پرون د هلمند په کجکی کی د یوې چاودنی ښکار او ځای پر ځای ووژل سو . په دې سره د برتانوی پوځیانو تلفات ۲۴۴ ته ورسېدل .