د کاناډا د دفاع وزارت په کندهار کي د يوه عسکر د مړيني خبر ورکړ.
د دفاع وزات څخه خپره سوې خبرپاڼه وايي دغه عسکر تېره اونۍ د چارشنپې په ورځ د سړک د غاړي يوه ماين کي ټپي سوئ وو، چي د پنجشنبې په ورځ يې د هماغه زخمونو له کبله ساه ورکړه.
د دې عسکر د مړيني خبر تر اوسه پټ ساتل سوئ وو او د چاودني اصلي ځاى هم نه دئ په ګوته سوئ.
کاناډا په افغانستان کي ٢٨٠٠ عسکر لري چي د ٢٠٠٢ کال راهيسي يې د مړو عسکرو شمېر ١٣٤ کسانو ته ورسېد.