ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې پدې موضوع بحث كړې، چې ولي د افغانستان اوسني حالات د شوروي له يرغل سره پرتله كيږي.
ورځپاڼې په دوام كې په كابل كې د روسيې د سفير څرګندونو ته په اشارې ددې علت دا ښودلې، چې امريكا هم په افغانستان كې هغه تيروتنې كوي، چې پخواني شوروي اتحاد كړي وې.
ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې په غټو ټكو سره دا خبر وركړې، چې امريكا غواړي د حقاني د شبكې په ځپلو تمركز وكړي.
ورځپاڼې په دوام كې د امريكا د يو قومندان په حواله ليكلي، چې دوى غواړي د حقاني د شبكې په پر ضد د ډيورنډ د پولې دواړو غاړو ته حملې وكړي.
په ورځپاڼه كې دا هم ليكل شوي، چې امريكا د افغان ځواكونو د شمير د دوه برابره كولو غوښتنه، د هغې لګښت او روزنې ستونزو ته په پام سره رد كړې.
هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د ملي پخلاينې لپاره په روانو هڅو تبصره كړې او له وسلوالو مخالفينو سره د خبرو لپاره د افغان ولسمشر دريځ ته په اشارې له ټولو اړخونو غوښتل شوي، چې د سولې خبرو ته خپل اخلاص او رښتينولي په عمل كې ثابته كړي.
ورځپاڼې په يو بل مطلب كې د افغانستان د شمالي سيمو په امنيتي وضع بحث كړې او پدې ترڅ كې امنيتي ادارې هڅولي، چې په دغو سيمو كې د امنيتي د خرابيدو مخه ونيسي.
په ورځپاڼه كې د انتخاباتي شكايتونو د كمسيون په كار هم تبصره شوې او د ولايتي شوراو د انتخاباتو په اړه شتو شكايتونو ته په اشارې د كارپوهانو په حواله ليكل شوي، چې ددې كمسيون هدف د جمهوري رياست د انتخاباتو بې باوره كول وو نه د شكايتونو څيړل.
راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې د عاشورا مراسمو ته د ولسمشر كرزي د وينا ځينې ټكې خپاره كړې او د هغه په حواله يى ليكلي، چې د پرمختګ او سوكالۍ لپاره بايد د حضرت امام حسين رض لار تعقيب شي.
په ورځپاڼه كې د افغانستان روان اقتصادي حالت هم څيړل شوې او پدې ترڅ كې د سوداګرۍ او صنايعو د نومانده وزير په حواله ليكل شوي، چې ددى حالت د پاى ته رسولو لپاره بايد د صنايعو ملاتړ وشي.
ورځپاڼې ښوونكو ته د ځمكو د وركولو په روان بهير هم تبصره كړې او پدې ترڅ كې يى ليكلي، چې دوى ته نوره پنځلس زره جريبه ځمكه هم ويشل كيږي.
اصلاح او انيس:
دې دوو دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې د روانو حالاتو په اړه خبرونه او تبصرې خپرې كړيدي.
انيس هم خپله سرمقاله په افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد پوځي يرغل ته ځانګړې كړې او هغه مادي او معنوي زيانونه يى څيړلي، چې دغه يرغل افغانانو ته اړولي دي.
خو اصلاح بيا په هيواد كې د امنيتي وضعې د ښه كولو لپاره د كورنيو چارو د وزارت په هڅو بحث كړې او د ژاندارمي پوليسو جوړول يى يو مثبت ګام بللې دې.
ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله كې په افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د يرغل په پايلو بحث كړې او ليكلي، چې دا يوه توره ورځ او د افغانانو د سترې حماسې پيلامه وه.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په يو مطلب كې د نيويارك ټايمز ورځپاڼې د يو رپورټ په استناد ليكلي، چې ډاكټر عبداله كولې شي دولت مسؤل او حساب ده وساتي خو ددې برخلاف كرزي د يو ښه دولت چانس ضايع كړې دې.
په ورځپاڼه كې په پاكستان كې روانو سياسي ناندريو ته هم كتنه شوې او ليكل شوي، چې ددغه هيواد يو سياستوال نواز شريف د اصف علي زرداري د ګوښه كيدو غوښتنه كړې.