کور / تازه خبرونه / ايټالیا او هسپانیه : خرابي هوا مالي زیان اړولئ دئ

ايټالیا او هسپانیه : خرابي هوا مالي زیان اړولئ دئ

د هسپانیې په جنوب کښي شدید بارانونه سوي او توپاني بادونو د ډیرو کارونو مخه نیولې ده چي ترافیک یې له امله دسختو مشکلاتو سره مخ دي .
همداراز ددې هیواد د کېدیز په ولایت کښي توپاني بادو سخت مالي زیان اړولئ دئ او د اندالوزیا په ښار کښي يې تر ديرشو ډیر سړکان د ترافیکو پر مخ بند کړي دي . ددې سره ترڅنګ رئیل ګاډیاني هم د پخوا په شاني  تګ راتګ نسي کولائ .


د ايټالیا په بعضو ځایونو کښي هم ورته مشکلات سته خو هلته بیا واوره مشکلات نور هم ډیروي او دايټالیا د توسکانه په سیمه کښي دسیندونو اوبه پر سیندو رااوښتي دي چي له امله یې زیاتره سړکان بند دي .


په مراکش (Morocco) کښي د سخت باران له کبله ۵ تنو خپل ژوند دلاسه ورکړئ دئ او زیات کورونه یې نړولي دي .