د هالنډ د مشهوره ښار روتردام په لوېديځ کښي د فیرهافنسترات په نامه په یوه کوڅه کښي دیوې لاری سره د یوې سراچې دټکر له امله هغه وخت دوه تنه له منځه ولاړل کله چي سراچه و لاری ته ونه درېده په داسي حال کښي چي حق اولیت د لاری وو .
په ټکر کښي ۳ تنه نور زخمیان سوي دي او سراچه موټر د ټکر پر مهال سرکل رااوښتئ دئ .
دوه له منځه تللي کسانو دپرتګال تابعت درلود او په ټکر کښي یو بل سخت ټپي سوئ کس نن سهار په روغتون کښي ومړ.
همداراز راپورونه لیکي چي نن سهار دپولیسو لخوا دلاری چلونکي څخه تحقیقات هم وسول .