کور / شعر / غزل

غزل

د ستړي تن ســـتومــــانه زړۀ ته مـــې دمـــه چـــا راوړه

هوا هــــم نه وه ســــتا له څــــڼو نه وږمــــه چـــــــا راوړه

د خــــداى لــــپاره رقـــــيب چا د جانان خوا كې وليد

د خداى لپاره لېږ مې پوئ كړئ دا كېســه چا راوړه

كلونه وړاندې دا خــــبره وه اوس هـــــم پوه نـــه يـــــو

چې سوله چا له مـــــوږه يـــوړه او جـــګړه چـــا راوړه

ښــــكلا زبيــــښي دپتـــــنګانو دستـــــــــي وزرونــــو

د زيارت وران تاكي ته لپه كې ډيــــــــوه چـــــا راوړه

كړاومنګله كه نصـــيب دې شـــــــــوه د ښكلو مينه

بيا به نارې وهي چـــــــــې وســـــــومه لـمبه چا راوړه