افغانستان ته د بهرنې هېوادونو د وسلوال ځواكونو ورننوتل ېوه ستونزه ده
او ترې وتل ېې بله ستونزه
ليكونكې- сергй михайловеч небренчен (سرګې مېخا ېلووېچ نېبرېن چين)
ژباړن – استاد بازمحمد
سرګې مېخا ېلووېچ د تاريخ ډاكتر،علمي څېړونکې اود افغانستان په اړه د ډېرو کتابونو ليکوال
پوره دېرش كاله پخوا په ١٩٧٩ كال د اكتوبر په ۲۷ نېته د روسانو وسلوال ځواكونه افغانستان ته ورننوتل ، تر ننه سياسي څېړونكي په دې سرخوږوي اوبحث په كوي چې افغانستان ته د وسلوالو ځواكونو ورننوتل په ځاې عمل و ا و كه سياسي تېروتنه وه؟ سره له دې چې د افغانستان څخه د شوروي اتحاد د وسلوالو ځواكونو د وتلو ډېر وخت لا تېر نه دې دا دې بيا د نړېوال سېاسي بحران په محراق كې قرار نيسي او په نړې كې د افغانستان مسله يوه حاده موضوع ده ٠
كېداې شي چې نن دا تېر واقعات د مختلفو زاوېاو نه وڅېړل شي كه چېرې پخواني شوروي اتحاد په هغه وختونو كې خپلې ملي ګټې په نظر كې نيولي وائې په لاندې دلاېلو سره ېې باېد افغانستان ته وسلوال ځواكونه نه وى ور لېږلي.
ا- په هغه وخت كې شوروي اتحاد په افغانستان او منطقه كې په اوضاع دومره مسلط او حاكم و چې هرډول ژئېو ستراتېژيكي د ندې په اسانې حل كولاې شوى ٠
۲- كولاې شول چې د وسلوالو ځواكونو په ځاې دننه په هيواد كې مسلكي كدرونه تربيه كړي او د افغانستان په اقتصا دي ستروكتور كې د وړاندې مودې له پاره دقيقه او په ځاې پانګه اچونه كړې وای. ٣- څرنګه چې افغانستان ېو اسلامي هيواد وو، اسلام ته ېې په درنه سترګه كتلي وای او په دې اړه سېاسي كار او فعاليت ته دوام وركړاې وای.٤- د افغانستان په شمال كې مسلمان هېوادونو چې د افغانانو سره ېې دوستانه تاريخي اړيكي او مناسبات لرل لا نور هم ټينګ او ښه ساتلي واې .
سره له لدې چې په شوروي اتحاد كې كمونيستي رژيم په واك كې و، بيا هم اكسرو مسلمانو هيوادونو د افغانستان په ګډون د غربي هېوادونو د وسلوال ، سېاسي ،اقتصادي او تبليغاتي تېري نه ځان په روسانو كې خوندې ليده.
اوس معلومه شوه چې په هغه وخت كې شوروي اتحاد د شمالي اتلانتيك هېوادونو د ژئيو ستراتېژي سېاست قرباني شو٠ د شمالي اتلانتيك هېوادونو ستراتېژې موخه دا وه چې شوروي ا تحاد د سوسېاليستي هيوادونو اواسلامي نړۍ سره په جګړه كړي، په هغه وخت كې د نړې سستم او نظم داسې و چې د شوروي اتحاد كمونستي رژيم د اسلامي نړې د اېډيالوژې دښمنه وه او خپله شوروي اتحاد د عېسوې مذهب د مركز په توګه پېژندل شوې وه.
په همدې سبب د بهرنېانواو كورني جاسوسانودلاس وهنې په نتيجه كې شوروي اتحاد د دشمن په دام كې ولوېد او افغانستان ته ېې وسلوال ځواكونه ورننه يستل ، دغه سېاسي تېروتنه چې راتلونكې ېې منفې او روښانه نه وه نو ځكه ېې ډېر دوام ونه كړ او كمونستي رژيم ېې له پښو وغورځاوه ، په عسكري بوديجه ېې اقتصادي فشارراوست، مادي او معنوي ستونزې را وټوكولې ، اود وسلوالو قووتونو په وړاندې د خلكو نفرت او كركه زياته كړه، او په نړېواله كچه ېې د شوروي اتحاد پرستيژ او باور راټيټ او د بېلتون درز ېې په منځ كې را پېدا شوو( په خاصه توګه د اسلامي نړې سره) د ټولو موهمه دا وه چې د هېواد سېاسي سستم ېې ړنګ كړه ، او بلاخره د هيواد امنيت او تماميت ارضي ته ېې خطرات راپېدا كړل . افغانستان وه چې د نړېوال سوسيالېزم او خاصتا د شوروي اتحاد په پاشېدو كې مهم رول ولوباوه.
دې جنګ افغانستان ته بې سارې تاوان ورسا وه ، په مېلونونو انسانان په كې مړه شول ،په هېواد كې د ژوند ټولې اساسي ستنې ړنگ شوې ، او هېواد هره لحظه د فشار لاندې و او د مخدره موادو په نړېوال مركز واوښت ، د كلونو د جنګ په موده كې ټول افغانان مسلح شو، او د بهرني هېوادونو د مالي او مادي وړيا كومكونو سره عادت شول ، بېرته ېې نه غوښتل چې د دهقانې لومړنۍ ژوند غوره كړي ، هر ېو كوښښ كاوه چې د ژوندي پاتېكېدو او ژوند كولو نوې لارې چارې ولټوي، په كابل كې مركزي حاكميت د پښو ولوېد ، او په كلو او لرې ځاېونو كې د كوكناروكر كيلی په پراخه پېمانه رواج وموند او د بزګرانو د پېسو د پېداكولويواځنې مدرك د كوكنارو كرنه وه ،ځكه په هيواد كې دوامداره وچكالي وه او كوكنار ډېرو كمو اوبو ته ضرورت لاره اوعاېد ېې ډېر وو، دا چې غنم ډېرواوبو ته ضرورت لري او عاېد ېې هم كم دي او د راكړې وركړې بازارېې هم پڅ وو او په ارزان قېمت خرڅېدل ، نو په دې خاطرد كروندګرو او ساده افغانانو له پاره دا موهمه نه وه چې څومره انسانان د مخدره توكو له لاسه مري ، موهمه دا وه چې پېسې لاس ته راوړي اولادونه ېې د لوږې مړه نه شي .
همدا و چې د شلمې پېړې په پای كې د چين هېواد نه مه واره بل داسې هېواد په نړې كې نه وه چې د افغانستان په انډول تارياك توليد كړي ، د ملل متحد د راپور سره سم ۹۰% اپين د افغانستان توليد وواو هغه مخدره توكي چې اوروپايي او شرقي اسيا كې نړېوال بازار ته عرضه كېدل زېات د افغانستان تولېد و د ملل متحد د راپور په هواله په افغانستان كې په ۲۰۰۰ هكتاره منځكه كې كوكناركرل كېدل ، او له دې لارې نه په مېلاردونو ډالر نړېوالو كاروباريانوته رسېدل ، دقېقه احساېه شته چې د افغانستان عسكري بودېجه د% ۴۰ نه تر ۵۰% پورې له دې لارې تمويل كېده .
ددې ارقامو په تكېه كولاو شو نتيجه ګري وكړو (( د روسانو محدود وسلوال ځواكونه )) چې افغانستان ته ورننوتي وه او تقريبا لس كاله په افغانستان كې مېشت وو ، د روسانو او افغانانو په نظر يوه تېروتنه وه او بېرته د قوواو ويستل غلطي وه ، مشهور متل دې چې واي (( په دار خېژول لازم نه دي خو عفه كول هم نه )) همداسې (( دقواو داخلېدل لازم نه و خو بېرته وتل ېې هم لازم نه وو )) اوس باېد كوشش وشې او په ارامو مغزو او په ځاې پرېكړه وشي او د حل لاره ورته ولټول شې او د پاېې ټكې ورته كېښودل شي.
په اوسني وخت كې لازم ګڼل كېږي چې دې لانجمنې پوښتنې ته څنګه د حل لاره راپېدا شي او په كومه نقطه كې ورته د پاې ټكې كېښودل شي ، خو د اوباما نوې دولتي ادارې دا سوال ستونزمن او كاواكه كړې دى، دا چې نن امرېكا لوې قدرت دې سره له دې بيا هم په تېرو لسو كلونو كې د نيوګلوباليزم دسېاست ېوه اله وه ،او په نړېوال سېاست كې ېو فاعل و او سالم رول ېې ونه لوباوه او په دام كې راګېر شوه، دا چې تاريخي تجروبو ښودلې او په ډاګه كړې ده امريكا به هم د شمالي اتلانتيك د ژئېوستراتېژيكې پلان چې په اروپاي هيوادو كې د نوې ژئېو پلتيكې ساختار له پاره ېې ترتيب كړې په كې راګېرېږي، څرنګه چې نړېوالې رسېنې پېشګوي كوي چې د افغانستان ماجاجراجوي به د نړېوال ژاندارم راتلونكې ته د سر په بېه تمامه شي .
خو دا به نه د افغانستان له پاره نه د روسي هېواد له پاره او نه د اوروپايي هېوادونو له پاره كومې لاس ته راوړنې و لري ، همدا اوس رسېنې اطلاعات لري چې د شمالي اتلانتيك وسلوال سېاست مخې ته ژئېوستراتېژي سوال پروت دې چې پكې د ازادو اوبې پولو هېوادونو د هغې جملې نه اېران او افغانستان د تجزي سوال د بحث لاندې دى او داسې وېل كېږي چې د پښتونستان ، كوردستان، بلوچستان هېوادونه د نړې په نقشه كې ورزېاتيږي . كه دا كار كېږي په دې منطقه كې چې د نړۍ اكسريت خلك ژوند كوي پس منظر به ېې څه وي ٠
هغه څه چې تاريخ ته سپارل شوي او فدراتيف روسيه ېې په ېاد لري هغه د(( ۱۹۷۹کال د اكتوبر ۲۷ نېټه ده چې افغانستان ته ېې وسلوالو ځواكونه ورننه وتل او (( په ۱۵ د فېبروري د۱۹۸۹كال )) بېرته وتل دي، د ا مونږد ځان حق بولو چې دا تارېخي حقيقت په ېاد وساتو ځكه ډېرو انسانانو په دې لاره كې ژوند له لاسه وركړې اوس هم ددې مرګ ژوبلې او جنګ جګړې په هكله جر و بحث كېږي ، چې دا جر و بحث د نړېوالې سولې او امنيت له پاره مهم ټكې دې ، كه نن ورځ دې سوال ته مثبت جواب او سېاسي حل لاره پېدا نه شي سبا به بيا په سېاسي رنګ كې د لوبو كولو امكان نه وي .