کور / تازه خبرونه / د نیول سوي عسکر ویډیو امریکایان وارخطا کړي دي

د نیول سوي عسکر ویډیو امریکایان وارخطا کړي دي

اسوسيټيډ پريس د طالبانو لخوا د نيول سوي امريکايي پوځي ( برګدل ) د تازه ويډيو د خپرېدو په غبرګون کي د امريکايي مامورينو دريځ وار خطا کونکی بللئ دئ . د کريسمس په ورځ د دې ويډيو خپرېدو د ډيرو امريکايانو توجه ور اړولې ده او په کور کور کي د طالبانو د طاقت او د امريکايي پوځ د بې وسۍ په هکله تبصرې کيږي .

د ناټو يو امريکايي قوماندان ( ډګروال وېني شنکس ) نيويارک ټايمز ته په حسرت سره وويل چي موږ ثبوت نه لرو چي دغه عسکر دې ژوندی وي ځکه دا معلومه نه ده چي دغه ويډيو کله فلمبرداري سوې ده .

د ناټو يو بل امريکايي قوماندان ( ټيم مرسانو ) په دلسردۍ او قهر سره وويل چي « دا يو ډارونکی عمل دئ او په دې ډول د دغه عسکر څخه ناوړه استفاده کيږي او داسي ښکار چي دا بيان په جبر سره په ويل کيږي .

د کريسمس په ورځ د دې ويډيو خپرول د دغه عسکر د کورنۍ او دوستانو توهين کول او هم د مذهبي عنعنو او اسلامي ښوونو سپکاوی دئ . » خو مبصرين په دې نظر دي چي د امريکايي مامورينو څخه ابتکار طالبانو ځکه اخيستئ دئ چي په ويډيو کي ذبيح الله مجاهد د تبادلې غوښتنه کړې ده حال دا چي امريکايان هغه ته زړه ځکه نه ښه کوي چي دغسي کار د ځانونو لپاره زيانمن بولي او ځکه نو د يو تاکتيکي عمل په توګه وايي چي ښايي هغه ژوندی نه وي . خو د تبادلې غوښتنه پخپله د هغه د ژوندي توب ثبوت دﺉ .