فرانس پریس آژانس خبر ورکوي چي د نایجریا تبعه ( عبدالفاروق عبدالمطلب ) غوښته چي یوه امریکایي مسافر وړونکې طیاره چي د هالینډ د امسټردام څخه د امریکا ډیټرایټ ته د الوتني په حال کي وه ، په نوو منفلقه موادو سره په هوا کي وچاودوي خو ناکامه کړائ سو . خبر وایي چي دا یوه تروریسټي حمله وه او عبدالمطلب په یمن کي د القاعده والو ارتباطي و .
په دغه الوتکه کي ۲۷۸ مسافرین سپاره وو . خبر زیاتوي چي عبدالمطلب اعتراف کړئ چي یو ډول کیمیاوي مواد ورسره وو چي هغه د یو ډول پوډرو سره چي پر خپله پښه یې د پلاستر په توګه مښلولي وو ، ګډ کړي او بیا له اوره ډکه چاودنه رامنځته کړي او طیاره په هوا کي وچاودوي .
عینی شاهدان وایي چي یو مسافر پر عبدالمطلب هغه مهال حمله وکړه او نورو هم کومک ورسره وکړ چی ده نوموړي مواد سره ګډول . هغوی دی ټینګ وتړﺉ او د اطفاییې آله یې استعمال کړه تر څو اور مړ کړي . خبر زیاتوي چي د عبدالمطلب پښه د خپلو موادو په اثر یو څه سوځېدلې هم ده او فعلأ په روغتون کي بستر دئ .
اوس په ټوله امریکا کي هوایي ډګرونه او طیارې تر تعقیب لاندي دي . امنیتی مسؤلین وایي چي دا بالکل یوه نوې ماده ده چي مخکي نه ده استعمال سوې او د هغه څخه یوه آتشینه چاودنه منځته راځي . خو کارپوهان ځکه شکمن دي چی طیارې ته د « کیمیاوی موادو » او « مخصوصو پوډرو » تېرول امکان نه لري او هره ماده د ماشین آلاتو د تلاښۍ څخه نسي تېرېدائ .