کور / شعر / د جلال خپلواک دوه شعرونه

د جلال خپلواک دوه شعرونه

د اجنګ نه دئ زموږ په موږ له ليرې تپل شوئ
زه نه وينم په تن كې د افغان د تېلو تنده

موږ وينو چې سپېڅلى انسانيت پكې سوځيږي
دنيا كې دى تر ټولو غټ تاوان د تېلو تنده

يورپ او امريكا يې په هېڅ رنګ زغملئ نشي
د روس د تېلو تنده د اېران د تېلو تنده

په وينو او په اوښكو او شرابو ماته نشوه
دا څومره عجيبه ده د انسان د تېلو تنده

جلاله د ا بادار به تر هغې زموږ مېمله وي
تر څو چې يخه نه كړي د خپل ځان د تېلو تنده

غزل

زما اولس د غرغرې لېونئ
ته د توپك او تيارې لېونئ

موږ همېشه په انسانيت پسې مرو
ته د كسپين د بحيرې لېونئ

زما په قام باندې ميچنې ګرځئ
ته لېونئ د سيارې لېونئ

د لته چې څوك پښتون وژنه غواړي
له خداى يې غواړم د ميرې لېونئ

ما له تر اوسه بل ليدلئ نه دئ
لكه جلال د ګذارې لېونئ