کور / سياسي / دطالبانو سره د گوتينبرگ د خبرواترو پلان

دطالبانو سره د گوتينبرگ د خبرواترو پلان





په هیلمند کي د امريکې سمندري ځواکونه


 


منبع: د شپيگل انلاين د ٢١.١٢.٢٠٠٩  نيټې خپرونه


د   Olaf Ihlau کتنه


ددې خبري په هکله چي لويديځ داعتدال خوښونکو طالبانو سره د روغي جوړي مذاکرې وکړي او که نه، د جرمني د دفاع دا اوسني وزير گوتينبرگ پخوا سخت مخالفت کاوه.مگر اوس پر خپله خبره ناگاره دئ او وايي چي د طالبانو سره بايد حتماً خبري وسي. د گوتينبرگ دغه د ژبي اړول ښه او پر ځاي  کار دئ، ځکه موږ يوازي په دغه ډول د دې شمشيرغار څخه ژوندي راوتلاي سو.که په افغانستان کي اسلامي سرزورى واک ته رسيږي، لاهم!


دوه کاله دمخه چي د سوسيال ديموکرات د گوند هغه لنډمهالى او ناکامه مشر کورت بيک د افغانستان د شخړي د هوارولو دپاره د”اعتدال پسندو” طالبانو سره د خبرو او مذاکرو په هکله خپل وړانديز وايه، نو د مسيحي ديموکراټانو په ملنډو، خنداوو او عرعر کي يې خبري ورکي سوې. دده سياسي مخالفينو او مبصرينو هر يوه پر خپل وار کوښښ کاوه، چي دغه د پفَلڅ د سيمي سوسيال ديموکراټئ په  ساده لوحي او بې عقلي تحقير او وغندي، په داسي حال کي چي ددوي څخه ډيرو کسانو افغانستان په خپل ژوند ليدلئ لا هم نه وو.


دهغه  وخت دمسيحي ديموکراټانو د سياسي قواليانو په ډله کي يو هم (کارل تيودور څو گوتينبرگ) وو. دجرمن  فرانکيانو دغه  زاړه سردار به هغه وخت ويل چي “زه داسي څوک نه پيژنم چي ديوه ښه او په ژبه پوه طالب سره مخامخ سوى وي”. خو داخبري يې د هغو توپونو ډزو ته ورته وې ، چي مرمۍ يې د توپ په خوله کي  چاودي. حقيقت دا دئ چي هغه وخت هم داسي طالبان وه،چي جمهور رئيس حامد کرزي کولاي سواي په حکومت کي برخه ورکړي او په دې ډول د افراطيانو او سرزورو مخ په ونيسي.


 


کورت بيک ته اوس پر دې خندا ورځي،چي نن د جرمني يو د دفاع  د وزير،هغه هم پخپله دگوتينبرگ د خولې داخبره راوزي چي بايد د اعتدال خوښونکو طالبانو سره د سولي خبري وسي. د فرانکيانو دغه خان زاده اوس نارې وهي چي ” هر مجاهد خو غربي ټولنه نه تهديدوي”. دا يې هم د توپ وارونه دي، مگر هو، دا ځل پر هدف لگيږي!


پر گوتينبرگ باندي دا شک کيدلاي سي چي په دې ډول غواړي د خلگو پام د کندوز دکرکجني پيښي څخه پر بله خوا واړوي ، دا خبره د تصوره ليري نه ده، خو کيداي سي چي دى په رښتيا هم اوس د تگلاري  اړول غواړي. او موږ وايو چي کاشکي دا خبره رښتيا سي. ځکه اوس نو د تگلاري د اړولو دپاره وروستى گړى رارسېدلى دئ .‎‎


که دوې لسيزي دمخه د افغانستان کړکيچ د شوروي لړمون وروخوړ، ، نن هم ولويديځ  ته د افغانستان جگړه د نظامي لاري د گټلو نه ده.او د لانجې سياسي حل هم بيله طالبانو د راښکيلولو ممکن نه دئ، ياحد اقل بيله هغې جناح د را ښکيلولو څخه چي خبري ورسره کيدلاي سي. په دغه جناح کي د طالبانو  پخوانى ديپلومات  متوکل احمد او عبدالسلام ضعيف راځي، چي د دوي د لاري جمهور رئيس کرزى د سخت دريځو طالبانو سره اړيکي نيولاي نيسي.


د افغانستان څخه د وتلو د ستراتيژۍ په لټه


گوتينبرگ اوس په زړه ورتوب سره دغه موضوع را پورته کړيده چي د راتلونکو څو مياشتو په مباحثو او مشاجرو کي به ډير مهم ځاي ولري ، يعني داچي بايد د افغانستان څخه د راوتلو دپاره پر داسي يوه ستراتيژي کار وسي چي لويديځ دخپل آبرو او عزت د ډير لږ تاوان په منلو سره ژر تر ژره د افغانستان د دام  څخه راووتلاي سي.


نړيواله ټولنه به دخپل تکبر او هغي لوړتيا غوښتني څخه ځان بيلوي چي تر اوسه يې ادعا کوله او دغه خيالونه به د سره باسي چي گواکي حق لري پر نورو ملتونو خپل ارزښتونه او نورمونه په زوره ومني او په اصطلاع د ديموکراسۍ مشعلونه ورته جوړ کړي، هغه هم په داسي يوه ټولنه کي چي قومي اوټبري ارزښتونه  او جوړښتونه لا ټينگي ريښې پکښې لري.


نوي طالبان دپښتنو دهغو لويو ټبرونو د مجاهدينو زامن او لمسيان دي، چي يو وخت لوديځ د شوروي په وړاندي په نازيدئ.په دوي کي داسي بنسټپاله کسان هم وه لکه  ګلبدين حکمتيار. دې خلگو خپل سياسي او مذهبي دريځ نه دئ اړولئ. خبره يوازي پر دې ده چي پرون د بې دينه شوروي پر ضد جنگيدل اوس دپرديو غربي (اشغالگرو) پر ضد.جالبه داده چي دوي پرون د آزادۍ دلاري فدايان بلل کيدل، اوس يودم هم ياغيان سول هم ټروريسټان!


دا په ارزي چي يو ځل سر و گريوان ته  وځړوو او د ځانه وپوښتو چي څوک ځان او جهان غولوي او څوک دئ چي هم صابر او هم و هر ډول مشقت اوعذاب گاللو ته تيار دئ.


په افغاني سياستوالو کي داد پخوا لا باب وه چي هغه د پرون د سر دښمنان بيا سره جوړيږي او ائتلافونه سره کوي. دا به شايد د منلو دپاره سخته وي چي داسي بنسټپال لکه حکمتيار يا د طالبانو پخوانى مشر ملاعمر بيا په کابل کي مقامونه ولري. که چيري د يوې لويي جرگې د لاري او د ملي وحدت پر بنسټ يو حکومت جوړ سي، هر څه به د تصور او منلو وړسي. دداسي حکومت د لومړيو دندو څخه به يوه هم داوي چي د ناټو د ځواکونو د وتلو د پاره مهال ويش وټاکي او پر ځاي يې د اسلامي هيوادونو د سولي سرتيري ودروي.


دغه نوى حکومت به ولوېديځ ته يو ضمانت ورکوي هغه يوازي داچي، چي د افغانستان د خاوري څخه به پاته نړۍ ته بيا هيڅ ډول خطر نه پيښيږي.


اوس چي امريکايي  سپوږمکۍ او بې پيلوټه الوتکي د پاکستان او افغانستان ترمينځ سيمو کي هر څه تر کنټرول او څارني لاندي نيولي دي و القاعدې ته دا امکانات نسته چي پر دغه سيمه خپل جهاديان وروزي. د نړيوال تروريزم ساحه اوس د ماليزيا څخه تر مغرب پوري پراخه سوېده.


هو،پر افغانستان به بيا يو محافظه کاره اسلامي حکومت چليږي،خو هغسي رژيم چي د سعودي عرب د وهابيت سره تړاو لري،و لوېديځ ته بيله هغه هم نه پخوا کوم سرخوږى وو او نه به تر دې وروسته وي. چي ډير سي نو کله ناکله به د بشري حقوقو د نه مراعاتولو په وجه به هسي يوه گيله ځني کيږي.


 


په پاي کي به د يوه جرمني دپوځونو د يوه پخواني ډاکټر ((راينهارډ ايروز)) هغه فعاليتونه ياد کړوچي د”افغاني ماشومانو د مرستي ټولنه” يې جوړه کړيده او د پښتونستان په زړه کي يې و نجونو او هلکانوته ښوونځۍ پرانيستي دي. ده عملاً ښودلې ده چي سړى د طالبانو سره خبري کولاي سي او د دوي سره د انکشافي پروژو په هکله مفاهمې ته رسيدلاي سي.


گوتينبرگ ته ښايي چي په خپلو هلو ځلو کي دغه حقيقت روښانه کړي چي افغانان بايد وديته پريښودل سي، چي خپل سرنوشت پخپله وټاکي او دا هم د هغسي يوه حکومتي سيسټم د لاري چي د دوي خپل کلتوراو خپل دودونه منعکس کړي، نه زموږ!


 


والسلام