بوت جوړوي د غم، اذره شېبه
نور لكه ته ځي د ژوند هره شېبه
له درد او غم سره روانه وي بس
بې زر او زور او بې وزره شېبه
چې ستا ديدن به پكې كيږي چېرته
خدايزده چې چېرته مسافره شېبه
لكه لمبه د بېلتانۀ كه وي هم
بيا هم تېريږي ستمګره شېبه
لكه سيلۍ مې شوه له سره تېره
نوره مې ووته له سره شېبه
تنها يې پرېښودمه وير او درد ته
له ما نه ښه شوه بختوره شېبه
كومو دردو چې ځانګړې شوله
شوه لارويه له ژوند بره شېبه