تا د ’’ لمر جنازه ’’* بيا په اوږو راوړه
د پكتيا باغونه ټول اوس هدېرې دي
د لالي تر شناخته شين دسمال تړلى
خدايه! څنګه نا مرادي يارانې دي
چي ستا ژبه يې پسته كړه ګل پاشي كړي
څو خطونه او د مات بنګړي ټوټې دي
’’ پاس سپوږمۍ ده لاندي ته يې ’’*** سحر وايې
جادوګرې ستا رنګونه پيمانې دي
د ګل رخو په چم ناست يې تسپې وايې
د خرقې لاندي سور كړې دي پيالې دي
ستا د نور شراب مي داسي په سر كش كړل
’’ د پاريال خوبونه ’’ **ټول اوس ترانې دي
ستا له سترګو يې چل زده د اشارو كړ
شاعري ده او رنګيني زاويې دي
چي په خيال دي نوراني لفظونه اوري
د قاف غره له ښاپېرو سره دي شپې دي
هاشمي! د سحر هر غزل ګيله ده
د زرمت د ښايسته پېغلو ښېرې دي
سيد فخرالدين هاشمي
*لمر جنازه = دعلم ګل سحر دشعرونو دوهمه ټولګه
**د پاريال خوبونه = دعلم ګل سحر دشعرونو دریمه ټولګه
***پاس سپوږمۍ ده لاندي ته يې = دعلم ګل سحر دشعرونو څلورمه ټولګه