کور / شعر / غزل

غزل

څه به شاعروي چې په شعر يې نه مړیږي خلک
خوله مجلس يې چې په منډه اوچتیږي خلک

نشته قاتل نه په لمن دچا دوینونشان
دابه دروغ وي چې بیاهم دلته قتلیږي خلک

نن وي مامورسبا وزیر په دې زرخیز وطن کې
څومره ژر ژر ملګرو دلته رالویږي خلک

دجذب ظرفیت چې نه لري په ناز يې مه غوړوه
کنه نو بیابه دې له ګوتو نه ښویږي خلک

باور پرې مکړه بس تش لا فوته يې سرخوځوه
دلته چې ډزشي دیوبل ترشاپټیږي خلک

څنګه خاموشه مې دزړه په هدیره تیره شوې
دمړو سلام ته خوظالمي لږ ودریږي خلک

پریږده چې وچڼي (حسنه) محفلونه واړه
اخیرجونګړې ته دمینې راستنیږي خلک