کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / اتومي بمونه اومذهبي نومونه2 (ډاکټر ن.م.سلطانزی )

اتومي بمونه اومذهبي نومونه2 (ډاکټر ن.م.سلطانزی )




ډاکټر نظر محمد سلطانزی ځدراڼ


که مو ددې ليکني لومړۍ برخه نه وي لوستې دا ځای کليک کړئ


دویمه برخه :


سريزه :


د دويمې نړيوالې جګړې څخه وروسته دګڼ شمير هیوادونولکه  امریکا،پخوانی شوروي اتحاد، انګلستان او فرانسې تر منځ دهستوي ازموینواو هستوي وسلودجوړولواوبرلاسی هڅې پيل شوې . دانديښنې وړخبره خوداوه چې دهريوه هیواددهستوي برتياسره سم  په نړيواله کچه دمذهبونوتر منځ هم يوه  بنسټپاله نه پوخلا کيدونکې سيالي پیل شوه.  په پای کې   دهرهيواددملي وياړ په پام کې نیولوسره داتومي بمونولپاره هم مذهبي نومونه وټاکل شوه. دبیلګې په ډول :


لومړی : عیسوي اتوم بم   (Christian bomb)


دویم : ارتودوکس یا تزار اتوم بم  (Tsar Bomb)


درېیم : یهودي اتوم بم : (Jewish Bomb)


څلورم : هندي اتوم بم :  (Hindu bomb)


پېنځم : اسلامي اتوم بم : (Islamic Bomb)


دمضمون په راتلونکوبرخوکې به  دهریوه اتوم بم په هکله لنډمالومات وړاندې شي. دنوموړې موخې لپاره اړين ده چې دهستوي فيزیک ځینې تعريفونه په لنډ ډول تشریح شي .


 


اتوم  (Atom) 


  داتوم کلمه دلومړي ځل لپاره څه ناڅه   دوه نيم زره کاله پخوا ديونان فيلسوف سقراط (Socrates) نه هم له مخه د لويکيپوس (Leukippos) اودهغه زده کوونکي دېموکريت (Democrit) له خوا کارول شو ېده  . داتوم کلمه  ديوناني ژبې د اتوموس (átomos)  کلمې څخه  اخېستل شو ېده  او (نه ويشوونکی) ما نا لري نوموړو فيلوسوفانودا نظر درلود چې هره ماده  دداسو کوچنيو ذرو څخه جوړه ده چې هغوی په کيمياوي کړنلاره سره ددې نه  په ډیرو نورو وړو برخو يا  بڅرکونشي و ېشل کېدای  . دغه کوچنۍ ذره دومره کوچنی ده چې په سترگو نه ليدل کيږي او دومره کلکه ده چې نوره نه و ېشل کيږي(indivisible . د مادې دغه رنگ يوه کوچنۍ ذره چې ديوه متر په يو ملياردمه کچه کوچنی ده داتوم په نامه ونومول شوه  . په نولسمه پيړۍ کې ازمېينو وښووله چې اتوم دمادې تر ټولوکوچنۍ ذره نه ده، بلکې په لا نورو وړو ذروهم و ېشل کيږي  . داپه دې مانا چې اتوم ديوې مادې هغه کوچنۍ ذره گڼل کيږي چې په کيمیاوي کړنلاره سره، نو ردتجزيې وړ نه ده، خو په فيزيکي کړنلاره سره په نورو ذرواولا کوچنیو برخوتجزيه کېدای شي  . په داسې حال کې چې تر نن ورځ پورې داتوم کلمې نوم همداسې په خپل حال پاتې دی، خوازمېينو وښووله چې د اتوم څخه نور ې کوچنۍ ذرې هم شته دي، چې شمېر يې لږ څه دوه سوو نه هم وراوړي  . دغه بنسټيز ذرې یانې (Elementary particles) په مصنوعي توگه سره دهستوي  تعا ملونواو چاودنو په کړنلاره کې پيدا کيږي  . د بېلگې په ډول لکه په يوه هستوي بټۍ، هستوي وسلو او دهستوي ذروپه خطي تعجيل کوونکي (Linear Particle accelerator) کې، بنسټیز ذرې منځته راځي  .  څه ناڅه   درې سوه کاله د ميلاد نه له مخه ديونان یو بل فيلوسوف اريستوتېلېس (Aristoteles) داتوم موډل نظریه دطبيعي علومو په رڼا کې په بل ډول بيان کړه اوددې دعوا يې وکړه، چې گڼې ټولې مادې د څلوروعنصرو لکه اور(Fire)، ځمکه  (Earth)، اوبه (Water)  او هوا  (Air)څخه جوړې دي  . په ٢- شکل کې دنوموړو عنصرونواودهغوی خواصو په اړه د پلاتو  (Plato)او اريستوتېلېس (Aristoteles) اړیکې ديوه گراف په بڼه سره ښوول شوې د ي  . داتوم کلمه د قرآن شریف په څلوردیرشم سورت (سبا) درېیم آیت کې دذرې  په نوم راغلې ده  . دغه مبارک آیت په ډاگه کوي چې داتوم څخه کوچنۍ ذرې هم شته دي  . نن ورځ پوهیږو چې دغه ذرې لکه پروتون، نیوترون ، الکترون او نورې ذرې تشکیلوي  .



ژباړه :  هسې رب چې عالم دی په غیبو، نه پټيږي له ده، په اندازه د یوې ذرې (اتوم) په آسمانونو کې او نه په ځمکه کې او نه وړوکۍ له هغې ذرې او نه لوی ترې، مگر(چې داټول لیکلي پراته دي) په کتاب ښکاره  (لوح محفوظ) کې  .


 


داتوم بم زېـږېد نه :


په ١٩٠٥ زکال کې  داتوم بم تيوري او بنسټيزهستوي معادله د يوه نامتو ٢٥ کلن جرمني فيزيک پوه البرت اينشټا ين (Albert Einstein) له خواپرلیکه شوه.  نوموړي فيزیک پوه   ديوه  نامتو فرمول  مخ وينه وکړه چې نن ورځ دنړۍ دغه عمومي فرمول داتوم بم ، هایدروجن بم ، هستوي بټۍ ، لمر، ستورواو په کيهان کی دانرژي د منځ ته راتلو بنسټ جوړوي.


 


?          دنړۍ عمومي فرمول سرليک په لا ندې ډول پیل شو:


کله چې البرت اينشټاين دخاصې نسبي تيوري  The special theory of relativity په هکله درياضي يوه معادله حل کوله نودخدای په امر سره يوه نا څاپه يونوی فرمول په محاسبه کې را پيداشوچې  نن ورځ دالبرت اينشټاین   انرژي او کتلې معادل فرمول  په نو م ياديږي . په لومړي وخت کې البرت اينشټاين  نوموړي فرمول ته هيڅ اهمیت ورنکړ اود نصيب فرمول  يې ونومولو. دغه فرمول په ډاګه کوي چې :


  دیوه جسم انرژي (  E )  دهغه د کتلې (  m ) سره سم سیخ متنا سب ده. دا په دې مانا چې انرژي  د کتلې سره  معادل اړېکې لري  .



 


 کله چې د یوه شي کتله  m د نور سرعت په مربع c2   سره ضرب کړو نوپه دغه کتله کې خوندي شوې یانې کنګل شوې اتومي انرژي تر لاسه کیږي .



که دیوه خوځیدونکي جسم  دسکون  کتله  په  m0  او سرعت يې په   υ سره و ښيو نو ټوله انرژي  E يې  مساوي ده له :



 


دخوځیدونکې کتلې  m اود سکون کتلې m0  تر منځ لاندې اړیکې شتون لري .



 


دپام وړ:   خوځیدونکې کتله  m مساوي ده له : سکون کتله m0  ضرب د يوفکټور،چې دسرعت υ2 تابع دی  .


 


پورتنۍ معادله د البرت اينشټاین دانرژي اوکتلې ترمنځ داړیکومعادل نامتوعمومي فرمول دی چې نن ورځ داتوم بم دجوړیدلوپه موخه ورڅخه کار اخیستل کیږي. نوموړې معادله دهستوي انرژي د مخ وینې په اړوند یووتلی تیوریکي بنسټ جوړوي .


په داسی حال کې چي همدغه  د نصيب فرمول نن ورځ د اينشټاين دنوم سره غبرګ تړلی دی خود  دنصيب فرمول ته عام خلک دنړۍ فرمول ، د جادوګری فرمول، دانرژي او کتلې د اړيکې فرمول اوياپه بل عبار ت سره هغه فرمول چې ټوله نړۍ يې ولړزوله هم وايي.


نوموړی فرمول په ډاګه کوي چې کتله يو ډول کنګل شوی انرژي ده او انرژي اوکتله د مادې دوه غبرګونی خوا ص دي. دا په دې ماناچې انرژي په کتله او برعکس کتله په انرژي بدليدای شي. د بيلګې په ډول  که وغواړو چې دهغې انرژي کچه وټاکو چې  د یو کیلوګرام اوبو یا یو کيلو ګرام ډبرې او يا يو کيلو ګرام خاورڅخه ترلاسه کيږي .  ددی مقصد لپاره د اينشټا ين دفرمول سره سم  دنورسرعت يعنې  درې سوه زره کیلو متره په يوه ثا نيه کې مربع کوواوبيا يې د يو کيلوګرام سره  ضرب کوو  او په نتيجه کې  پنځه ويشت مليارده کيلوواټ ساعته  انرژي لا س ته راځي.



 


نوموړې انرژي د سويز هيواد ديوه کال مصرف لپار ه کفا يت کوي اوياپه بل عبارت نوموړې انرژي چی تر نه لا س ته راځي بس ده چې پينځه اویا کاله د نړۍ تر ټولو يوه غټه  جنګي بيړی  ته شپه اوورځ حرکت ورکړي . په داسې حال کې چې دیوکيلو ګرام ډبرو سکرو څخه لس کيلو واټ ساعته انر ژی لاس ته راځي.  نوموړی فرمول په ډاګه  کوي چې  انرژي او کتله ديوه او بل سره معادل د ي او ديوه جسم کتله بل هيڅ شی نه ده بلکه دانرژي يوبل شکل دی . په دې اساس  کولاې شوچې د هريوه شي وزن لکه دسړي ، د کچالو، د غوشې ، دلرګيو او نوروشيانو وزن د کيلو ګرام په ځای د انرژي په واحد یعنې  الکترون ولټ سره اندازه کړو.


 


«      یو الکترون ولټ هغه انرژي ده چې يو الکترون يې دیوه ولټ په ګړندي کولوسره لاس ته راوړي . د بيلګي په ډول يو سړی چې د بدن وزن يی اتيا کيلوګرام وي تقريبا لس په طاقت د  يو ديرش ميګا الکترون ولټ کنګل شوې انرژي لري.


( پاتې په درېيمه برخه کې  )


  


اخځونه : 


References




  1. http://en.wikipedia.org/wiki/Nuclear_testing



  2. http://en.wikipedia.org/wiki/Atomic_bomb



  3.  http://en.wikipedia.org/wiki/History_of_nuclear_weapons