کور / شعر / وصيت

وصيت

يوازي مه ځه پرګودر تږي كسان ولاړ دي
شيرني هسي نه په زوره درنه زنه واخلي
زموږ دچم ښكلي چي يو هم پركورپاته نسي
ټوله دي راسي چي له زړه نه ازموينه واخلي
چي خال كامياب شونډي مشروط باړخوناكامه راسي
داسي څوك سته چي له جبينه ازموينه واخلي
زموږ زلمي چي هميشه سينګار دپيغلو كوي
زړګيه څنګه انتقام به له دښمنه واخلي
ښكلې په حسن باندي دومره مغروري مكوه
الله به دازور درنه ګوره كبرجنه واخلي
(صديقي) نه مري برائي ئې داوصيت كړى دى
كه يوڅو ښكلي ئې پرغاړه درملنه واخلي