کور / شعر / ځولۍ

ځولۍ

داچاته مي ځولۍ داميدو نيولې ده
ساقي ته مي پياله دډكيدو نيولي ده
دڅووختوراهيسي يم راغلى ومحراب ته
تندي ته مي تكيه دسجدو نيولې ده
رقيب مي دحيا جامه له تنه راجلاكړه
لمن مي درخيص په بدليدو نيولې ده
عوض به ددلبر دتكليفونو راته راكي
په مټي كي مي سيف دشرنګېدونيولي ده
ديو شعورخاوندوي په نوبت سره كتار سي
شپانه ورته شپېلۍ دږغېدو نيولې ده
ناصح په لوړاوازپه صفا ژبه ورته وائي
نادان مجلس ئې شپه په ځنګېدونيولې ده
مظلومه په تيزتيغ به دي دوينولاري ګورم
دلاريوتقدير
وجودته دعدم خو يونښان به بياراځي
تقديردلاريوهغه شان به بياراځي
دنو اح ودکنعان دفيصلې ونتيجې ته
په قهراوغوصه غوصه اسمان به بياراځي
قاصددغه صندوق راته دچاپه کيلي خلاص کړ
اميل مي په تحفه کي دجانان به بياراځي
موسی پسي چي ځغلي ټول لښکر دسيندترغاړه
فرعون ته دقسمت هغه طوفان به بياراځي
افي ماران به ټولوبت پرستوته ښکاره کي
عصاهغه نجوم ته پرميدان به بيا راځي
يزيدته به دنخښي ماشومان په غېږ کي وروړو
ودښتي کربلاته شهيدان به بياراځي
مظلومه په درنودرنوکوڅوکي به دي شپې وی
جنون ددغه لاري ته ديوان به بياراځي