په لڅوپښومزل کووځوله دې ښاره وزو
دنيموشپولاري درنې سوې ترسهاره وزو
يودريابي څپواخيستي يوچي چيري مووړي
له بله نه يودلستوڼي دښاماره وزو
ټوله اغزي دي بدګمانه زموږ پرپاکه مينه
ګل راسره دی چي له کلي نه بيخاره وزو
اورقبلوو،دارقبلوو،زندان لاهم قبلوو
داامکان نسته چي دميني له بازاره وزو
څيري جامې خړي بګړۍ مودغيرت نخښه ده
موږيواستازي داولس دافتخاره وزو
زموږغيرتي كلي ته مه ګورى په سپكه سترګه
درقيب مخته په سيالي پرهره لاره وزو
ددنيايی ژوندون لپاره سکون نه لټوو
په بهانه ددې بدمخوله قطاره وزو
که چاويل چي رقيبانو دی ګودرنيولی
بس عمري هغه ميدان ته واردواره وزو
پښتون زلمي ته
دپښتودننګ اتله يوځل بيايې ورپسرسه
دادننګ شمله که لوړهغليمانوته يې سپرسهچ
دپرون ياددي ژوندی که دخوشحال توره ترملاکه
پرنړۍ باندي اوچته دپښتون دقام وينا که
دتروږميوتاريکونه رابهردغه سړي که
دادبل په لاره تللي سم په لارداليوني که
بيټ نيکه چي دادعا کړه خدايه ډيرکې داقومونه
دايه ولي نه ويل چي خدايه يويې کې لاسونه
بې وسي ده بې کسي ده ژونديې ټوله دي په غم کي
پر هرکورتوري تياري ده بس پراته دي په ماتم کي
دمرګوسوداګري ده لراوبرپه غم اخته دي
بازارونې بيخي ګرم هري خواته پښتانه دي
داچي توردودونه خيژي په خوني سترګوکتل دي
قاتلان زموږدقام دي هرخواته يې وژل دي
داڅه سوي اوازونه داغمجني زمزمې دي
دادقبرسرته ناسته دادبوري مورناري دي
داشکېدلي ګريوانونه داببرببرسرونه
دغه خوندي پښتني دي داپه اورسوي مخونه
دغه ستړی ستړی ژونددي دغه ستړي ستړي شپې دي
نن په هرکلي کي غم دي نن په هرکورکي تيارې دي
ديتيم ماشوم په مخ کي جوړي کړي اوښکو لاري
په سلګوسلګوژړيږي څوک يې نه اوري بغاري
مينه نسته اخلاص نسته بس نفرت دي اووحشت دي
اوددې اولس زلميودااوس څرنګه حالت دی
داسپېره سپېره مخونه دلته جوړدي طوفانونه
څوک يې نه پريږدي ارام ته يوپربل راځي غمونه
سپيرې شوڼډي ستوږني وچ دي له جهانه ستړي ستړي
پريوه اوبله ځغلي نه پوهيږي دا وګړي
پښتو خواره پښتون خوار دي ګريوانونه ګنډل غواړي
ای ددې اولس زلميو دغه قام رغول غواړي
يواوازداتحاد مو سره خپور پرلراوبرکي
داسرتوري خوندي ژاړي يوپوړني ورپه سر کی
خدای د يوکي دا وګړي چي سرلوړي دجهان وي
عمري وي اوهلمندوي زموږبهير وي شاعران وي
غزل
دپښتون سپينه پښتوبه بياځليږی
که هرڅودابی فرهنګه واکداران سي
هغه برم به وي هغه به ارادی وی
پښتون قام به بياسرلوړی دجهان سی
ستارهين اومحقق به رسواکيږی
شملووربه په پښتوقهرمانان سي
مشره ته خوپروعدوسوی برخلافه
ژربه اورپرتاداځمکه اواسمان سي
دپښتوسره چي چاکړې جفاده
خدای دې غرق کي يامېلمه دي دزندان سي
مشره ستاداتوري شپې به سباکيږی
راښکاره دشملووربه کاوان سی
په والاچی پرزړګي می اوربليږی
قاتلان چی دپښتووی ستادوستان سی
ستاپه قام اوستاپه نسل کی مي شک دی
وم رشتيا دعمري به داګمان سی