غم دي لماسره مېلمه ووخوته نه وې ګرانه
شپه ترسهاره دوه په دوه وخوته نه وې ګرانه
هره شېبه ېې راته ستادحسن شورلټا وه
اوردجنون مې په تازه ووخوته نه وې ګرانه
دخېال بېړی کړ سمندرکښې نا معلومه سفر
اېښی مې سرپرځنګانه ووخوته نه وې ګرانه
خوله مې وه اېښې تخېول ستا درخسارپرآېنه
رقېب دمرګ په خوب بېده ووخوته نه وې ګرانه
زړه که مي سترګوته سپارلې څودمېني اوښکي
ځکه مېن دي پرڅېره ووخوته نه وې ګرانه
ېوه لحظه يې تنها نه ېمه پرې اېښی دروېش
هجردي ټېنګ پرخپل وعده ووخوته نه وې ګرانه