دآزادو رسنیودملاتړاوڅار ډلی یانی موسسی افغان خبریالانو ته ۲۰۰۹ عیسوی کال له تاوتریخوالی ډک کال ونوماوه .
دنی موسسی په دې اړه دچارشنبی په ورځ کابل کې خپل کلنۍ رپوټ هم خپورکړ.
په رپوټ کې راغلی :سږکال دافغان خبریالانوپروړاندی دتاوتریخوالی پیښی دتیرکال په پرتله ۷۰ سلمه زیاتی شوي دي
د نوموړی بنسټ د راډیویی شبکو همغږی کوونکی نعمت الله الهی خبری غونډی ته وویل :په ۲۰۰۹ کال کی دخبریالانو پر وړاندی د تاوتریخوالی۸۵ پیښی ثبت شوی چی ورکی ۳ ژورنالیستان وژل شوي دي ،۴ خبریالان ټپیان ،۴۲ نیول شوی یایرغمل شوي دي ،۲۱ وهل ډبول شوي او۱۵ نوربیاګواښل شوي دي .
ښاغلی الهی په هیواد کی دخبریالانو د حالت په اړه په ټینګه اندیښنه وشوده او زیاته یی کړه چی د خبریالانو پر وړاندی دتاوتریخوالی کچه دتیرکال په پرتله ۷۰ سلمه زیاته شوي ده .
ده دعوه وکړه چی دخبریالانودسپکاوی زیاتره پیښی ددولتی چارواکواومسوولینوله خوارامنځ ته شوي دي .
نوموړي وايي : له دی سره سره چی دافغان خبریالانوپروړاندی دتاوتریخوالی بیلابیلوپیښوپه غبرګون کې دژورنالیستانودحقونوددفاع بنسټونو،درسنیوسرلارواوآزادوخبریالانوپه واروارداعتراض غږونه پورته کړي د ژورنالیستانو د وهل ټکولو او وژنو د پیښو په اړه د ژورنالیستانو ددفاع بنسټونه خپل داعتراض غږونه اوچت کړی خولکه څنګه چی لیدل کیږي له دغوهڅوڅخه دپام وړپایلی نه دی ترلاسه شوي اودافغان خبریالانوپروړاندی
دتاوتریخوالی بیلابیلی پیښی ورځ تربلی زیاتیږي .
خو د نی موسسی مسوولینو بیاپه دې اړه وویل چی دوی هڅه کړی دهغوخبریالانوله پاره مدافع وکیلان وګماری چی ددولت له خوانیول شوي دي .
ددغه بنسټ سرلاروداهم وویل چې دهغوکسانوله پاره يي روزنیرپروګرامونه پرلاراچولی چی تازه دژورنالیزم برخی ته راغلی دي .
ښاغلی الهی دعوه وکړه افغان دولت هڅه کوي چی دوینا آزادي له منځه یوسی ده وویل : دروان عیسوی کال په اوږدوکی افغان دولت دطالبانوپرپرتله دویناآزادي ترپښولاندی کړی او خبریالان يي له ګڼوننګونوسره مخ کړي دي .
دنوموړي په وينا په تیرو۸ کلونوکې زیاتره خبریالان په افغانستان کی په مرموزه توګه وژل شوي چې افغان دولت بیادهغودڅیړنی په موخه دڅیړنواوپلتنولارښوونه هم کړی خودپام وړپایله ورڅخه نه ده ترلاسه شوي .
په دغه رپوټ کې په دی اړه هم پرافغان دولت نیوکه شوي چی تراوسه نه دی توانیدلی چی دخبریالانودوژنی لاملونه روښانه اوپه دی اړه دشویوڅیړنوپایلی په ډاګه کړي .
یاد بنسټ له افغان دولت څخه په کلکه وغوښتل چی د وینا له ازادی څخه خپل ملاتړپه عملی توګه څرګنداودرسنیوقانون دی پلی کړي .
دنی موسسی دغه رازپرنړیوالوټولنوهم غږوکړچی دویناآزادي اوولسواکۍ ملاتړپه موخه دی له افغان دولت سره وس چار وکړي .