طالبانو نن ماسپښين[مرغومي ديرشمه] د ګرشک ولسوالۍ په حيدرآپاد نومي سيمه کې په هغه موټريز کاروان وسله وال بريد وکړ چي نوموړو موټرو د آيساف ځواکونو يوه مرکز ته شګه ليږدوله . د هلمند ولايت دامنيي قومنداني يو تن مسوول افسر چي په کوکه مشهور دي ، لر اوبر افغانستان ته يې وويل : طالبانو څلور چلونکي ، دوه ساتونکي وژلي او دري تنه نوريي ټپي کړي . د پوليسو په وينا وسله والو طالبانو شپږ لاري موټر هم سوي او دوه نوري ويجاړ کړي .
په هلمند کي امنيتي چارواکو د طالب وسله والو د مرګ ژوبلي په اړه څه ندي ويلي ، خو قاري يوسف د طالبانو وياند د پيښي پړه يي په غاړه اخيستي ده.