د امريکا ولسمشر باراک اوباما او د هغه مېرمني مېشل اوباما د سرکوزي د زکام ضد واکسين ولګاوه.
ولسمشر اوباما هيله ښودلې چي دغه واکسين ټولو امريکايانو ته ولګول سي چي د سرکوزي د زکام له وژونکي ناروغۍ څخه خلاص سي.
اوباما ويلي چي دغه زکام پر ماشومانو او زلميانو باندي تر لويانو ډېر تاثير کوي، نو ځکه بايد ټول امريکايان واکسين سي.
د خبرونو له مخي د اوباما دوو لوڼو ساشا او ماليا ته په امريکا کي د ژمي تر رارسېدو دمخه لا دغه واکسين لګول سوئ وو.
د سرکوزي د زکام ناروغۍ د روان کال په ترڅ کي د نړۍ په ګوټ ګوټ کي په سوونو کسانو ووژل او دغه ناروغي لا اوس هم په چټکۍ مخ پر خپرېدو ده.